پاکستان د روژي څخه مخکي په افغانستان کې د احتمالي اقدام په اړه خبرداری ورکړ

د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که هغه څه چې «د افغانستان له خاوري څخه د ترهګریزو ګواښونو» په نوم یاد کړل دوام وکړي، اسلام‌آباد ښایي مخکې د روژې له میاشتې اقدام وکړي.
پاکستان د روژي څخه مخکي په افغانستان کې د احتمالي اقدام په اړه خبرداری ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، په ARY News شبکه کې ویلي چې اسلام‌آباد ښایي د افغانستان له خاوري سرچینه اخیستونکو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره، مخکې د روژې له میاشتې اقدام وکړي.

هغه د دې ګواښونو د رسیدنې د ځنډ له امله د امنیتي لګښتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې بي پروايي کول پاکستان ته دروند قیمت درلودلای سي.

د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د اوسني افغان حکومت سره د اړیکو او خبرو اترو کچه لا هم ادامه لري، خو هغه ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې د نیمه نظامي ډلو فعالیت نه دی کم سوی.

آصف زیاته کړه که د مقابل لوري چارواکي د دې فعالیتونو په وړاندې «غیر فعاله څارونکی » پاتې سي، د احتمالي پایلو مسئولیت به ددوی په غاړه وي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې پاکستان د خبرو اترو له لارې د مسایلو حل ته لومړیتوب ورکوي، خو نه سي منلی چې د خبرو اترو وروسته د دې هېواد پر خاوره بریدونه وسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو په پوله‌ییزو سیمو کې امنیتي شخړي زیات سوي دي او اسلام‌آباد څو ځله د کابل چارواکو څخه غوښتنه کړې چې له خپلې خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x