ګوترش: د ښځو مساوي ګډون د نوښت او د نړيوالې ټولنې د پرمختګ لپاره اړین دي

آنتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ساینس په برخه کې د ښځو او انجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار وکړ چې پرته له دې چې ښځې او سړي په مساوي ډول ګډون ولري، نوښتونه ترلاسه کول او د نړيوالو ننګونو مقابله ممکنه نه ده.
ګوترش: د ښځو مساوي ګډون د نوښت او د نړيوالې ټولنې د پرمختګ لپاره اړین دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ آنتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ساینس په برخه کې د ښځو او انجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د چهارشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۱۱ مه، په ټولنیزه شبکي آيکس پاڼه کي په یوه پیغام کې لیکلي چې سره له دې چې په وروستیو کلونو کې ښځو ته د زده‌کړې زمینه پراخه سوې، لا هم یوازې شاوخوا یوه پر درېمه برخه د نړۍ څېړونکي ښځې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په وینا، دغه جنسيتي توپیر د علمي پرمختګ او تل پاتې ودې په لاره کې جدي خنډ دی او نړيواله ټولنه باید د دې د له‌منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

ګوترش ټینګار وکړ چې د ښځو او انجونو لپاره مساوي فرصتونه رامنځته کول ترڅو خپل علمي اهداف ترلاسه کړي، نه یوازې بنسټیز حق دی، بلکې د نوښت، پرمختګ او د ټولې نړيوالې ټولنې د ګټو لپاره هم اړین دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مخکې هم په بېلابېلو مناسبتونو کې د ښځو د زده‌کړې، وړتیا لوړونې او په ټولو برخو کې د فعال ګډون ارزښت ، په ځانګړې توګه په علمي او ټکنالوژیکو برخو کې، د پایښت لرونکي پرمختګ د اهدافو ترلاسه کولو لپاره ټینګار کړی و.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x