طالبانو د «ملاهبت‌الله سره د بیعت» په نامه یو کتاب نندارې ته وړاندې کړ.

په بامیان کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت په پوهنتون کې د ملا هبت‌الله آخندزاده سره د بیعت په نوم کتاب چی، د طالبانو د مشر دي ، نندارې ته وړاندې سوی دی.
طالبانو د «ملاهبت‌الله سره د بیعت» په نامه یو کتاب نندارې ته وړاندې کړ.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ په بامیان کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت په پوهنتون کې د ملا هبت‌الله آخندزاده سره د بیعت په نوم کتاب چی، د طالبانو د مشر دي ، نندارې ته وړاندې سوی دی.

 د طالبانو د والي د رسنیز دفتر په اعلامیه کې ویل سوي چې دغه مراسم د سه شنبې په ورځ، د ۲۱ دلو، ترسره سوی او ګل حیدر شفق، په بامیان کې د طالبانو والي، له استادانو او محصلینو څخه غوښتنه کړې چې د دې کتاب منځپانګه خپره کړي او په عمل کې یې پلي کړي.

دغه کتاب د «د امیرالمؤمنین سره د بیعت» په عنوان خپور سوی دی، او طالبانو د ملا هبت‌الله آخندزاده یادونه د «امیرالمؤمنین» په لقب کړي ده .

په اعلامیه کې راغلي چې د بامیانو والي د مراسمو په ترڅ کې ویلي چې په خپلو لیدنو کې یې د طالبانو مشر د یو « هوښیار او زغمناک» شخص په توګه پېژندلی، او د هغه اطاعت یې د ټولو خلکو لپاره اړین ګڼلی دی.
همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل سوي چې دغه کتاب د ملا هبت‌الله آخندزاده لخوا لیکل سوی دی. په داسي حال کې تر اوسه طالبانو د دې کتاب د معرفۍ له مراسمو کوم عکس یا ویډیو نه ده خپره کړې.

په ورته وخت کې، رحمت‌الله مبارز، په بامیان کې د طالبانو استخباراتی مشر، دغه اثر له علمي او معنوي پلوه مهم ګڼلی او په ځانګړې توګه یی د محصلینو په منځ کې د دې کتاب د منځپانګې د عملي کولو او خپرولو ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x