طالبانو د ۲۶ د دلو ورځ د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان کړه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت، د یکشنبې ورځ، د ۲۶ دلو عمومي رخصتي ده.
طالبانو د ۲۶ د دلو ورځ د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان کړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پیغام کې ویلي دي چې د یکشنبې ورځ، ۲۶ د دلو، د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت، د عمومي رخصتۍ ورځ ده.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ ، ۲۲ دلو، په اعلامیه کې ویلي چې دا ورځ په رسمي تقویم کې د عمومي رخصتۍ په توګه ثبت سوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د شوروي ځواکونه په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته ننوتل او نږدې د نهه کلونو پوځي حضور وروسته، په ۱۹۸۹ کال کې له دې هېواد څخه ووتل .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x