۲۲ د دلو:  هغه انقلاب چي د خلکو له زړونو راپورته سو، نه د قدرتونو له مرکزه

د ایران اسلامي انقلاب ، د شلمې پېړۍ د ټولو نورو انقلابونو په خلاف، نه د کوم ځانګړي ګوند محصول وو، نه د کودتا، او نه هم د بهرنیو قدرتونو د ملاتړ؛ بلکې د خلکو د ایمان، اخلاقو او ارادې پايله وه چې د لویدیځ د تبلیغاتو او سیاسي واکمنۍ په وړاندې ودریدل.
۲۲ د دلو:  هغه انقلاب چي د خلکو له زړونو راپورته سو، نه د قدرتونو له مرکزه

۲۲ د دلو  یوازې د یو سلطنتي نظام د ړنګیدو کلیزه نه ده؛ بلکې د نړۍ د معاصر تاریخ  تر ټولو ( خلګو پوري تړلي )  انقلاب  دی. یو انقلاب چې د ټولو قدرتي اصولو برعکس، د کوڅو او مسجدونو له زړونو راپورته سو، نه د سیاستوالو د فکر د خونو له لارې. دغه انقلاب یوازې د ایران سیاسي څېره بدله نه کړه، بلکې د آزادۍ، استقلال، عدالت او د انسان کرامت مفاهیم یې د لویدیځ له شعارونو راوویستل او په ریښتیني ډول یې د خلکو په ایمان او پوهې کې ځای پر ځای  کړل. نن، د دې انقلاب د بریا په ۴۷مه کلیزه کې، د خلکو او انسانیت پر فلسفه غور کول له هر وخت اړین دی.

د ایران اسلامي انقلاب په ۲۲ ددلو  ۱۳۵۷ یوازې د واک جوړښت بدل نه کړ؛ بلکې د ملت روح یې د بندښت  له حالت څخه ځانپوهنۍ ته ورساوه .  په داسي  وخت کې چې نړۍ د  ختیځ او لویدیځ په منځ کې دوه قطبي سوي وه  او ملتونه یوازی د قدرت د لوبو په چوکاټ کی ارزول کېدل، د ایران خلکو د یو پوهه او تجربه لرونکې فقيهې مشرتابه «امام خمیني (ره)» سره پرېکړه وکړه چې له «د قدرت پورې تړلتیا» څخه «پر خدای او خلکو تکیې» ته تېر سي. دا بدلون نه یوازې د ایران د نوې تاریخي دورې پیل وو، بلکې د لویدیځ د کلاسیک سیاست د انقلابونو په اړه د تیورۍ ماتولو نقطه وه .

په دې منځ کې، لویدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات، چې ځان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو ملاتړی ګڼي، د شاه د سقوط له امله په غوسه او ګډوډ سو. دغه غوسه وروسته د بندیزونو، روانې جګړې، کودتاوو او نړیوالو فشارونو په بڼه دوام وکړ، ځکه حقیقت څرګند سوی وو چې لویدیځ نه سو زغملی: خلک پرته له وسلو، د ایمان او پوهې په مرسته کولای سي یو نظام چې پر بهرني پقدرتونو تړلی وي، ړنګ کړي.

د شلمې پېړۍ د نورو لویو انقلابونو لکه د روسیې یا فرانسې په خلاف چې د طبقاتي جګړو یا ایدئولوژیکي نزاعونو پایله وه، د ایران اسلامي انقلاب د خلکو د ایمان، اخلاقو او پوهې پر محور جوړ سو. بازارونه وتړل سول، پوهنتونونه د پوهې مرکزونه سول، او مسجدونه د خلکو رسنۍ وګرځېدل. ښځې د نارینه ؤ په څېر د استقلال، ازادي او اسلامي جمهوریت شعارونه پورته کړل. په نړۍ کې هېڅ ځای د خلکو په داسې پراخه همغږۍ کې، د دې ډول ایمان او فرهنګ سره، د دې انقلاب سابقه نه درلوده.

اسلامي انقلاب یوازې مذهبي نه وو، بلکې د اجتماعي پوهې سره یو ځای سوی پوهه وه. امام خميني خلکو ته ښوول چې دیني ژوند یوازې انفعال نه دی، بلکې دین د ظلم او فساد په وړاندې مسؤلیت دی. له همدې امله، اسلامي انقلاب د «مسوول انسان او پوه سړی» فلسفه خپل محور وګرځاوه، چې د نړۍ قدرتونه یې په درک کې عاجز پاتې سول.

امریکا، چې ځان د ډیموکراسۍ سمبول ګڼي، د ملت د مبارزې په ټولو وختونو کې د شاه ملاتړ وکړ؛ شاه چې د خلکو په رایه نه وو، بلکې د ۲۸ مرداد ۱۳۳۲ کودتا او د CIA په ملاتړ واک ته رسېدلی وو. امریکایي سیاستوال د بشري حقونو خبرې کولې، خو ساواک د امریکایي مشاورانو په هوکړه زرګونه مبارزه کوونکي شکنجه کول. نن هم دغه دوه اړخیز معیار دوام لري: بندیزونه چې د ماشومانو او ناروغانو ژوند ته زیان رسوي، د لویدیځ په قاموس کې «سیاسي فشار» ګڼل کېږي، خو په انساني منطق کې اقتصادي تروریزم دی.

د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره، په نړۍ کې د «قدرت د خلکو له لارې» مفهوم بیا ورغول سو. ملتونه چې مخکې یې خپل برخلیک ته تسلیم وو، پوه سول چې د خلکو اراده کولای سي نظامونه ړنګ کړي. له لبنان تر یمن، له بوسني تر لاتینې امریکا، د اسلامي انقلاب مفکورې ورو ورو داسې څپه رامنځته کړه چې د نړۍ قدرتونه ګډوډ کړل.

د ایران اسلامي انقلاب یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده؛ بلکې یوه انساني او الهامي فلسفه ده. فلسفه چې وایي انسان کولای سي د ایمان، پوهې او عدالت په محور خپل برخلیک جوړ کړي، پرته له دې چې د بهرنیو قدرتونو پر تکیه اړتیا ولري.
په نننۍ نړۍ کې چې لوی نړیوالې رسنۍ هڅه کوي خلک هېر او بې تفاوته کړي، ۲۲ د دلو یادونه کوي چې د خلکو پوهه او د حق ایمان کولای سي د نړۍ معادلې بدل کړي.
د ایران خلکو لپاره، ۲۲ د دلو یوازې د یوې بریا جشن نه دی؛ بلکې یوه یادونه ده چې ازادي او استقلال د وینو، صبر او پوهې له لارې ترلاسه سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x