خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، د دوشنبې په ورځ د ۲۰ دلو په ملي مجلس کې وویل چې پاکستان په افغانستان پورې اړوند جګړو کې د دین د دفاع لپاره نه، بلکې د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو او د لویو قدرتونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره شامل سوی و.
خواجه آصف د شوروي د حضور په اړه وویل چې دا حضور «نیول» نه و او د هغه وخت افغان حکومت شوروي ځواکونه بللي و. د هغه په وینا، د شوروي لخوا د افغانستان د نیولو کیسه، ډېره برخه یې د امریکایي کیسې سره تړلې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې پاکستان په دواړو جګړو کې چې په افغانستان کې وسوې، د دین سره د مینی یا د اسلام د دفاع لپاره هیڅ ډول ګډون نه و کړی. هغه زیاته کړه چې په هغه وخت کې واکمن اړخونه د سیاسي مشروعیت ترلاسه کولو او د یوه لوی قدرت د ملاتړ لپاره دې جګړو ته داخل سول، او دا د پاکستان د رول اصلي لامل و.
خواجه آصف وویل چې پاکستان د دې سیاستونو د پرمخ وړلو لپاره حتی خپل تعلیمي نصاب هم بدل کړ او د دې پرېکړې پایلې تر اوسه نه دي جبران سوي. د هغه په وینا، تاریخ داسې بیا لیکل سوی چې د جګړې رسمي روایت سره همغږی سي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د ۱۹۹۹ کال وروسته یو ځل بیا د متحده ایالاتو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره جګړې ته داخل سو او د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای سو چې د هغه په وینا، ماهیت یې «کرایهیي» و.
هغه د پاکستان د پخوانیو مشرانو، جنرال ضیاء الحق او جنرال پرویز مشرف، د افغانستان په جګړو کې د ګډون پرېکړې سختې وغندلې او ویې ویل چې پاکستان په دې جګړو کې هم دروند قیمت ورکړ او په پای کې هم له جګړې بې برخې پاتې سو. هغه وویل: «موږ د کاغذي دستمال په څېر وکارول سوو؛ حتی د تشناب د دستمال څخه هم بدتر، او بیا پرېښودل سوو.»
هغه وویل چې دا ناسمې پرېکړې پاکستان د جګړې په لومړۍ کرښه بدل کړ او د هېواد په توګه یې داسې عمل وکړ چې جګړه د نورو په استازیتوب پرمخ وړي.
د طالبانو او القاعده په وړاندې د دوه لسیزو جګړو په جریان کې، پاکستان د نړیوال ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو د لیږد یوه اصلي لاره وه. د کراچۍ بندر او د پاکستان ځمکني او هوایي لارې د دې جګړې په لوژستیکي ملاتړ کې بنسټیز رول درلود.
سره له دې، متحده ایالات په مختلفو وختونو کې پاکستان د ځینو یاغي شبکو، په ځانګړې توګه د حقاني شبکې د ملاتړ په تورونو کې ښکېل بللی دی. مایک مولن، د امریکا د پوځ پخوانی مشر، د حقاني شبکه د پاکستان استخباراتي لاس بللی و.
خواجه آصف په پای کې وویل تر هغه وخته چې پاکستان د تېرو تېروتنو اعتراف ونه کړي، د دې سیاستونو د پایلو د حل امکان به نه وي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان ټولنه اړتیا نه لري چې خپل مذهبي هویت ثابت کړي، بلکې باید پر خپل هېواد او ټولنې باندې تمرکز وکړي، نه په بهر کې د مشروعیت په لټه کی سي .



