د معمار خبری آژانس د راپور له مخي؛په بریتانیا کې د افغانانو لپاره لومړنی راډیو د « افغان یوکی راډیو – د غرونو غږ» په نوم د افغانستان او مرکزي آسیا د ټولنې په ملاتړ په فعالیت پیل وکړ.
دغه راډیو به د ټولنیزو، کلتوري او خبري موضوعاتو پر محور په فارسی، پښتو او انګلیسي ژبو خپرونې ولري.
د دې نوې جوړي سوې رسنۍ مسؤلینو ویلي چې راډیو «افغان یوکی – د غرونو غږ» د بریتانیا د رسنیو او اړیکو تنظیموونکي سازمان «آفکام» رسمي جواز هم ترلاسه کړی دی.
د «افغان یوکی (د غرونو غږ)» په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه رسنۍ یو پرمختللی ټولنیزه راډیو ده چې د بریتانیا په کچه د افغان ټولنو د یووالي د پیاوړتیا لپاره رامنځته سوي ده.
دغه رسنۍ زیاته کړې چې د بیلابیلو موضوعاتو ترڅنګ به ، د بریتانیا مېشتو افغانانو حقیقي او عيني کیسې هم خپرې کړي.
دغه راډیو وايي چې د لندن په لویدیځه سیمه کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه احتمالي اورېدونکي به د دې خپرونو ته لاسرسی ولري.
له هغه وروسته چې طالبان په اسد ۱۴۰۰ کې بیا واک ته ورسېدل، افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو په بهر کې د رسنیو جوړولو ته مخه کړه. طالبان په افغانستان کې رسنۍ په سختو مقرراتو څاري او د ټولو رسنیو خپرونې د دوی تر کلک څار لاندې خپرېږي.



