آصف دراني: د طالبانو د مسئوليت منلو پرته ، سوله ناشونې ده

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي، د خپل هېواد د ولسمشر د خبرو په ټینګار، خبرداری ورکړی چې د طالبانو ملاتړ د ترهګریزو ډلو څخه او د هند له خوا د نیابتي ځواکونو کارول، کولای سي په سیمه او ټوله نړۍ کې خطرناکې پایلې ولري.
آصف دراني: د طالبانو د مسئوليت منلو پرته ، سوله ناشونې ده

آصف دراني، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي، د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري څرګندونې تایید کړې او د طالبانو له خوا د ترهګریزو ډلو د ملاتړ د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دراني د دوشنبې په ورځ، د ۲۰ دلو، د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې ترهګري په هغو سیمو کې وده کوي چې هلته ورته زغم یا اسانتیاوې برابرې سي. هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو له خوا د ترهګرو ډلو فعالیت ته اجازه ورکول، او همدارنګه د هند له خوا د نیابتي ځواکونو کارول د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره، کولای سي په سیمه او نړۍ کې جدي او خطرناکې پایلې ولري.

دغه پخوانی پاکستانی چارواکي زیاته کړه چې د سولې ټینګښت  مسئولیت منلو ته اړتیا لري او پرته له ستونزو منلو سوله نه سي ترلاسه کېدای.

دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح سوې چې د پاکستان ولسمشر تېره ورځ  وویل؛ طالبانو افغانستان په داسې حالت کې پریښي چې د سپتمبر ۱۱مې له بریدونو مخکې وخت نه هم ښه نه دی. زرداری خبرداری ورکړی و چې د ترهګرو ډلو ملاتړ یا فعالیتونو ته یی اسانتیا برابرول د یو هیواد د پولې بهر ، په پایله کې یي بې‌ګناه خلک په ټوله نړۍ کې زیانمنوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x