یوناما: طالبانو د ژوندي انځورونو د خپرولو محدودیتونه زیات کړي

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي دي چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې، د ژوندي انځورونو خپرولو او د ټولنیزو شبکو د فعالیتونو محدودیتونه په بېلابېلو ولایتونو کې زیات کړي دي. دغه اقدامات پر رسنیو او آنلاین کاروبارونو، په ځانګړې توګه په ښځینه کار رامنځته کوونکو منفي اغېزې کړی دي.
یوناما: طالبانو د ژوندي انځورونو د خپرولو محدودیتونه زیات کړي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو  د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې، په افغانستان کې د ژوندي انځورونو خپرولو او نشر محدودیتونه زیات کړي دي.

د راپور په اساس، طالبان دا محدودیتونه په بلخ، پکتیا، هرات، خوست، قندز او میدان وردګ ولایتونو کې عملي کړي دي. یوناما په خپلو راپورونو کې وایي چې دا محدودیتونه اوس په بېلابېلو سیمو کې په مختلفو کچو پلي سوی او د دولتي او شخصي تلویزیوني شبکو فعالیتونه یی  اغېزمن کړي دي.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي چې په دې موده کې د بې‌اجازه نیونو او هغو کسانو ته د ګواښونو زیاتوالی هم لیدل سوی چې په ټولنیزو شبکو کې د نامناسبو منځپانګو د خپرولو په تور تورن سوي دي.

یوناما همدارنګه اشاره کړې چې د طالبانو له لوري د ۲۹ سپتمبر څخه تر ۱ اکتوبر پورې د ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنېټ د قطع کیدو وروسته، یو شمېر کاروونکي د ټولنیزو شبکو د کارولو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ سول. د دې ادارې په وینا، دغه وضعیت په ځانګړې توګه د هغو کار کوونکو، په شمول د ښځینه کار رامنځته کوونکو ، پر فعالیتونو منفي اغېزې کړی، چې د خپلو اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره یی په ټولنیزو شبکو تکیه کړه ده .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x