د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ عبدالغني برادر د طالبانو د سرپرست حکومت د رئيسالوزرا اقتصادي مرستيال، د طالبانو د دفاع وزارت د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وويل چې د افغانستان پر وړاندې هر ډول ناسمه اراده به د دې ډلې له چټک او پرېکنده غبرګون سره مخامخ سي .
نوموړي زياته کړه:
«افغانستان د دښمنانو لپاره نه اسانه او نه هم خوږه مړۍ ده، بلکې د زقوم د ونې په څېر دی، چې آن نوي زېږېدلي ماشومان يې هم د هضم وس نه لري.»
برادر ټينګار وکړ چې طالبان د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او امنيت د ساتنې بشپړ چمتووالی لري او د افغانستان پر وړاندې به هېڅ ګواښ بېځوابه پاتې نه سي.



