د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ جاوېد بشارت او فرید بشارت د یواېفسي سازمان په سیالیو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې په بریاوو سره یو ځل بیا د افغانستان نوم په نړیواله کچه روښانه کړ.
جاوېد بشارت، افغان جنګی ورزشکار ، تېره شپه (د دلو ۱۸مه) د یواېفسي د سیالیو په لړ کې خپل مکسیکویي سیال، جیاني واسکېز، ته ماتې ورکړه.
دا بریا د جاوېد بشارت په مسلکي ژوند کې پنځلسمه بریا بلل کېږي. نوموړي تر دې مهاله په رسمي سیالیو کې دوه ماتې هم ثبت کړې دي.
په همدې مهال، فرید بشارت، چې د افغانستان بل استازی په یواېفسي سازمان کې دی، وتوانېد خپل برازیلي سیال ژان ماتسوموتو ته هم ماته ورکړي.
دا بریا د فرید بشارت پنځلسمه پرلهپسې او بېماتې بریا ده، چې هغه یی د نړۍ په کچه د افغان برياليو جنګي ورزشکارانو له ډلې څخه وګرځاوه.
د دغو دوو افغان ورزشکارانو ځلېدنه په نړیوالو معتبره سیالیو کې د جنګی ورزشونو د مینهوالو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي او د افغانستان د ورزش د پرمختګ ښکاره نښه بلل سوې ده.




