طالبانو د ترافیک پولیسو لپاره د نوو موټرو د وېش اعلان وکړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې نوي موټرونه یې د ترافیکو د عمومي ریاست کارکوونکو ته وویشل ترڅو د ترافیکي قوانینو د عملي کولو او د ښاري پېښو د څېړنې بهیر ګړندی او اغېزمن تر سره سي.
طالبانو د ترافیک پولیسو لپاره د نوو موټرو د وېش اعلان وکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې ډلې د ترافیک د عمومي ریاست کارکوونکو ته د نوو موټرو د وېش خبر ورکړی دی.

عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې د دغو موټرونو په ورکړه سره به د ترافیکي قوانینو د تطبیق کچه په څرګنده توګه لوړه سي او ترافیک پولیس کولی سي د پېښو او ترافیکي پېښو په صورت کې چټک او اغېزمن حضور ولري.

د هغه په وینا، دا اقدام د کورنیو چارو وزارت د هڅو یوه برخه ده چې د ښارونو د ترافیک نظم ښه کړي او د ترافیک پولیسو خدمتونه لوړ کړي.

تر اوسه پورې د وېشل سوو موټرو شمېر او د هغوی د کارونې ځای په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x