د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د آکسیوس خبري وېبپاڼې د راپور پراساس، سپینه ماڼۍ پلان لري چې د «غزې د سولې شورا» تر عنوان لاندې لومړۍ غونډه د فبروري په ۱۹مه (د دلو ۳۰مه) په واشنګټن کې ترسره کړي.
دا غونډه د «غزې د سولې شورا» تر نامه لاندې لومړۍ راټولونه ګڼل کېږي، چې اعلان سوی هدف یې د غزې د بیا رغونې لپاره مرستې ټولول دي.
په همدې حال کې، د «غزې د سولې شورا» د غونډي د جوړښت او ترکیب په اړه اختلافونه لا هم روان دي، او تر اوسه د شورا د غړو او د دوی د دقیق رول په اړه روښانه جزئیات خپاره سوي نه دي.
راپورونه ښايي چې دا غونډه پلان سوې چې هممهاله د بنيامين نتانياهو، د اسرائيلو د رژيم لومړي وزير، واشنګټن ته د سفر او د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لېدنې پر مهال ترسره سي؛ دغه موضوع د دې غونډې شاوخوا سیاسي حساسیتونه نور هم زیات کړي دي.



