په پروان کې د ښځو په شمول پر اته کسانو ، د شلاق حکم جاري سو

په افغانستان کې د طالبانو د عامه او صحرایي سزاګانو په دوام، د طالبانو عالي محکمې پر اته کسانو، چې په دې کې درې ښځې هم شاملې دي، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په عام میدان کي د شلاق حکم جاري کړ.
په پروان کې د ښځو په شمول پر اته کسانو ، د شلاق حکم جاري سو

په افغانستان کې د طالبانو د عامه او صحرايي سزاګانو په دوام، د طالبانو عالي محکمې پر اته کسانو، چې په کې درې ښځې هم شاملې دي، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په عام میدان کې د «نامشروع اړیکو» په تور د شلاق حکم جاري کړي دي.

د طالبانو د عالي محکمې په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلی چې هر یو کس  ۳۹ وارې په شلاق وهل سوي او د یو څخه تر څلورو کلونو پورې د بند سزا ورکړل سوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې فزیکي سزا عملي کول د طالبانو د عالي محکمې د تایید وروسته ترسره سوي دي.

د راپور له مخې، د سزا د عملي کولو پر مهال د پروان ځینو محلي چارواکو او د ولایت ځینو اوسېدونکو شتون هم ثبت سوی دی.

د طالبانو د عالي محکمې له خپرو سویو اعلامیو څخه راټولي سوي شمېرې ښايي چې د جدی میاشتې په جریان کې، لږ تر لږه پر ۱۴۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د شلاق حکم جاري سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x