د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سید عباس عراقچي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، چې د الجزیره په غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته تللی وو ، د الجزیره له شبکې سره په مرکه کې يي د مسقط په ښار کې د ایران او امریکا د تېرو خبرو اترو په اړه وویل: له واشنګټن سره خبرو اترو ښه پیل درلود ، خو د باور د رامنځته کولو لپاره لا اوږده لاره پاتې ده.
ښاغلي عراقچي ټینګار وکړ چې له واشنګټن سره خبرې اترې غیرمستقیمی دي او یوازې اټومي موضوع پورې محدودې دي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره وویل چې غنيکول زموږ مسلم حق دی او باید دوام ولري، نوموړي زیاته کړه: حتی د بمبارۍ له لارې هم ونه توانېدل زموږ وړتیاوې له منځه یوسي. د صفر سلنې غنيکول د خبرو اترو له چوکاټ څخه بهر دي .
عراقچی بیا ټینګار وکړ چې د ایران د توغندیو صنعت هیڅکله د خبرو اترو وړ نه دی، ځکه دا یوه دفاعي موضوع ده.




