د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د داعش ترهګریزې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جمعې د ورځې ترهګریز برید د حضرت خدیجه (س) مسجد، چې شیعهوو پوري اړه لري، د اسلامآباد د ترلای په سیمه کې د دې ډلې اړوند کسانو له خوا ترسره سوی دی.
دغه برید د جمعې ورځي د لمانځه په جریان کې سوی، او په پایله کې یي ۳۱ تنه وژل سوي او له ۱۷۰ څخه زیات نور یي ټپیان سوي دي .
د پاکستان چارواکو مخکې له دې د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړی او دغه پېښه یې په کلکه غندلې ده.
د پاکستان پولیس او امنیتي ادارو ویلي چې د دې برید د جزياتو معلومولو او د بریدګرو د شبکو د پېژندلو څيړنې رواني دي، او په اسلامآباد او نورو لویو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت سوي دي.



