ناظره رشیدي، سیمه‌ایزه خبریاله د طالبانو له زندانه آزاده سوه

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چې ناظره رشیدي، د کندز ولایت سیمه‌ایزه خبریاله، د طالبانو له لوري د یوې میاشتې نیولو وروسته آزاده سوې ده.
ناظره رشیدي، سیمه‌ایزه خبریاله د طالبانو له زندانه آزاده سوه

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چې ناظره رشیدي، د کندز ولایت سیمه‌ایزه خبریاله، د طالبانو له لوري د یوې میاشتې نیولو وروسته آزاده سوې ده .دغه سازمان د جمعې په ورځ، د ۱۷ د دلو، د هغې د آزادۍ خبر خپور کړی دی.

د راپورونو له مخې، ناظره رشیدي شاوخوا یوه میاشت مخکې د نورو څلورو ښځو سره د طالبانو له لوري نیول سوي وه . د هغې کورنۍ هم د دې خبریالې د آزادېدو خبر تایید کړی دی.

مخکې هم د طالبانو د پولیسو مشرتابه په کندز کې، د ۲۲ جدی، اعلان کړی و چې د اغلې رشیدي نیول د «جرمي فعالیتونو» له امله دي او د هغې د رسنیزو فعالیتونو سره هیڅ تړاو نه لري. په داسي حال کي کورنۍ یې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ته ویلي چې هغه بې‌ګناه ده او هېڅ غیرقانوني فعالیت يي نه دی کړی.

د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیو فعالانو د دوامداره نیولو په تړاو، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان خبرداری ورکړی چې د خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، ګواښ، نیول او فشار لا هم د هېواد په کچه د بیان ازادۍ او د بشري حقونو پر وړاندې جدي ننګونې ګڼل کېږي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې د خبریالانو اساسي حقوق رعایت کړي، د ښځینه خبریالانو امنیت تضمین کړي او د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیولو او فشار راوړلو څخه ډډه وکړي .

حامد عبیدي، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مشر، هم اعلان کړی چې اوس مهال لږ تر لږه اوه خبریالان د طالبانو په زندان کې دي. دغه سازمان مخکې راپور ورکړی و چې یوازې شاوخوا اوه سلنه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې کولی سي آزادانه فعالیت وکړي او له ۵۵ سلنې زیاتې یې له ګواښ او فشار سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x