په پروان ولایت کې د آزادۍ جبهې د طالبانو د دوه تنو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې په پروان ولایت کې په یوه برید کې دوه وسله‌وال طالبان وژل سوي او دوه نور يي ټپیان سوي دي.
په پروان ولایت کې د آزادۍ جبهې د طالبانو د دوه تنو د وژلو ادعا وکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې په پروان ولایت کې په یوه برید کې دوه وسله‌وال طالبان وژل سوي او دوه نور يي ټپیان سوي دي .

دې جبهې په یوې خبرپاڼې کې اعلان کړی چې دغه برید د پنجشنبې شپې، د ۱۶ دلو په ورځ، د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د طالبانو د جلب او جذب پر مرکز سوی دی.

د افغانستان د آزادۍ جبهې د ادعا پر اساس، په دې پېښه کې د دې جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

همدارنګه، د افغانستان د آزادۍ جبهې په کندز ولایت کې د دوه تنو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو مسوولیت هم په غاړه اخیستی دي.

د طالبانو مخالفې جبهې کله نا کله د دې ډلې پر ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د بریدونو مسوولیت اعلانوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x