روسي کارپوه: د طالبان حکومت به د دې سیاستونو سره دوام ونه مومي 

یو روسي کارپوه د طالبانو د راتلونکي په اړه وایي چې د طالبانو اوسني سیاستونه ښايي، چې د دې ډلې واک په افغانستان کې اوږد مهاله نه دی او دغه کړنې کولای سي پراخه ناخوښي او عامه پاڅون رامنځته کړي.
روسي کارپوه: د طالبان حکومت به د دې سیاستونو سره دوام ونه مومي 

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ رجب صفروف، په مسکو کی د معاصر ( اوسنې)  ایران د څېړنو د مرکز مشر، په یوې مرکه کې د طالبانو د راتلونکي په اړه ویلي چې د طالبانو سیاستونه ښايي چي د دې ډلې واک به دوام ونه مومي . د هغه په وینا، د دې سیاستونو دوام د خلکو ناخوښي او د عامه پاڅون زمینه برابروي.

صفروف د روسي کارپوه آندری سرنکو د نوي کتاب په اشاره وویل چې طالبان په داسې چاپیریال کې وده کړي چې «هر څه چې وکولای سي، ترسره کوي». هغه زیاته کړه چې د طالبانو د اوسني سیاستونو په نظر کې نیولو سره، دغه وضعیت اوږد مهاله نه دی.

آندری سرنکو، روسي څیړونکی، په خپل نوي کتاب «د طالبانو استخباراتي رازونه» کې لیکلي چې طالبان بدل سوي نه دي، بلکې «چالاک سوي» دي او په دې ډله باور کول د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي.

صفروف د طالبانو د محدودو فرصتونو په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: «هغه اعتبار او فرصت چې طالبان يي نن لري، څه وخت وروسته به له منځه ولاړ سي. خلک به کوڅو او سړکونو ته راووځي او د طالبانو ویره به ختمه سي.»

هغه زیاته کړه چې طالبان یا به د سیمې د جیوپولیټیک صحنې څخه وځي یا به ټوله سیمه بحران ته ورننوځي؛  د هغه په وینا، طالبان تر اوسه نه کوم مثبت او نه هم کوم منفي او ټاکونکی اقدام په سیمه کې کړی دی.

دغه روسي کارپوه همدارنګه وویل چې د سیمې هیوادونو تر اوسه د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام نه دی کړی، ځکه چې دوی د بحرانونو او لویو جیوپولیټیک سیالیو سره ښکېل دي.

مخکې هم، آندری سرنکو خبرداری ورکړی و چې سیمه ییز او له سیمې هاخوا هیوادونه باید طالبانو باندې باور ونه کړي او دغه ډله د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره د بي باورۍ وړ او خطرناکه وبلله.

سره له دې ټولو خبرداریو، روسیه لومړی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پيژندلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x