طالبانو په روان کال کې د ۷۸۷ زره څخه د زیاتو پاسپورټونو د ویش خبر ورکړ

د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ملي اداري اعلان کړی دی چې د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه سلګونه زره پاسپورټونه په مرکز او ولایتونو کې وېشل سوي او د غوښتنلیکونو پوره کولو پروسه په څرګند ډول زیاته سوې ده.
طالبانو په روان کال کې د ۷۸۷ زره څخه د زیاتو پاسپورټونو د ویش خبر ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپورله مخي ؛ د طالبانو د د احصائیې او معلوماتو ملي اداري ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه په مجموعی ډول ۷۸۷ زره او ۷۵۰ پاسپورټونه په مرکز او ولایتونو کې وېشل سوي دي. د دې ادارې د مسؤلینو په وینا ، د دغه شمېر صادر سویو پاسپورتونو ترڅنګ هغه پاسپورتونه هم شامل دی چې د بهر مېشتو افغان اتباعو لپاره تمدید سوي دي.»

په منځني ډول، هره ورځ په ټول هېواد کې د دوو زرو څخه د زیاتو پاسپورت غوښتونکو غوښتنلیکونو ته رسېدنه کېږي.

دغه ادارې زیاته کړې ده چې د طالبانو اداره د نوو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره، لکه د غوښتنلیکونو آنلاین ثبت، د بیومتریک سیسټم پیل، په ځای کې د پاسپورتونو وېش، او د اداري تجهیزاتو په زیاتوالی، توانېدلې چې د پاسپورت غوښتنو د پام وړ زیاتوالی ته ځواب ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x