طالبان: د داعش ګواښ د افغانستان د پولې څخه بهر دي .

د طالبانو ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په ځواب کې ویلي دي چې افغانستان امن دی او په دې هېواد کې هېڅ بهرنۍ ترهګریزه ډله شتون نه لري؛ د هغه په وینا، داعش په افغانستان کې ماته خوړلي ، اوس د ګاونډیو هېوادونو په ځینو برخو کې فعالیت کوي.
طالبان: د داعش ګواښ د افغانستان د پولې څخه بهر دي .

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په ځواب کې يي د بهرنیو ترهګریزو ډلو شتون په افغانستان کې رد کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان امن دی او هېڅ بهرنۍ یا خپلواکه ډله په هېواد کې شتون نه لري. هغه وویل چې: «داعش په افغانستان کې ماته خوړلي ، او له بده مرغه یي زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.»

 د طالبانو ویاند زیاته کړه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه راپورته سوې اندېښنې «بې ځایه» دي.

هغه په مشخص ډول د هغو ګاونډیو هېوادونو نوم یاد نه کړ چې داعش خراسان پکښې پناه اخیستې، خو مخکې د طالبانو چارواکو ویلي و چې دغه ډله د پاکستان په ځینو برخو کې مېشته ده او روزنه ترلاسه کوي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړي چارواکي ، الکساندر زوئف، د خبرداري په غبرګون کې سوې دي. زوئف د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې ویلي و چې داعش خراسان په افغانستان کې لا هم د سيمې او له هغې هاخوا لپاره جدي ګواښ دی؛ دا اندېښنه د طالبانو د ادارې له دریځ سره چې د داعش د کنټرول خبره کوي، په ټکر کې ده.

ذبیح‌الله مجاهد په دوام کې وویل چې دغه اندېښنې د دې له امله راپورته کېږي چې د طالبانو استازی په ملګرو ملتونو کې شتون نلري، او ټینګار یې وکړ: «دغه اندېښنې له هغه ځایه راپورته کېږي چې افغانستان په دې غونډه کې شتون نه درلود څو خپل مستند دریځ او واقعیتونه وړاندې کړي. ځینې هېوادونه له همدې تشې ګټه پورته کوي او د افغانستان د امنیت په اړه منفي تبلیغات کوي او اندیښنې رامنځته کوي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړه سوه، او د ځینو هېوادونو استازو، په شمول د امریکا، چین او پاکستان، د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ترهګریزو ډلو د شتون په اړه چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي، اندېښنه څرګنده کړه .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x