هند د افغانستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او فاینل ته یې لار ومونده

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي ټیم د هند پر وړاندې په نیمه پایلوبې کې ماته وخوړه، او د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړيوال جام له نورو سیالیو څخه حذف سول .
هند د افغانستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او فاینل ته یې لار ومونده

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ټیم د هند پر وړاندې د ماتې وروسته د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړيوال جام له نورو سیالیو څخه حذف سول .

یاده نیمه پایلوبه په رسمي ډول ترسره سوه، او هند وتوانېده چې افغانستان د ۷ ویکټو په توپیر مات کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دې لوبې پایله د ټیم د توقع سره سم نه وه.

مخکې، د افغانستان او انګلستان د ۱۹ کلنو ټیمونو د ایرلنډ او نیوزیلنډ پر وړاندې د بریا له لارې یې د نیمه پایلوبې اجازه ترلاسه کړي وه .

په پیل کې پلان و چې د هند ټیم د نیمه پایلوبې د وروستۍ برخې لپاره د یکشنبې په ورځ د پاکستان ټیم سره ولوبېږي؛ خو پاکستان د سیاسي ستونزو له امله له هند سره د سیالۍ څخه لاس واخیست، او په پایله کې د هند ټیم د نیمه پایلوبې په مرحله کې د افغانستان پر وړاندې ولوبېده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x