د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د خوړو نړیوال پروګرام رسنیز دفتر ویلي دي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د خوراکي امنیت شدیدو بحرانونو سره مخامخ دی، او د هر پنځه وګړو څخه یو یی د خوراکي امنیت شدید بحران سره مخ دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان خلک لا هم د تېرو څلورو لسیزو د جګړو د اغېزو سره مخامخ دي؛ هغه وضعيت چې د اقتصادي بحران، ژورې بې وزلۍ، پرلهپسې طبیعي پېښو، ناپېژندل سوي اقلیمي شرایطو او دوامداره وچکالۍ له کبله لا پسې خراب سوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې ده چې د دې ننګونو تر څنګ، د اگست په ۳۱مه نېټه د افغانستان په ختيځ کې ۶ ريښتره په اندازه زلزله پيښه سوه ، چې په سلګونه کسان يي ووژل او زرګونه نور یی ټپیان کړل.
دغه سازمان ویلي دي چې د یوه دوامداره ځواب په توګه یې د خوړو بډایه بسکويټونه او نور اړین توکي یی زیانمنو ټولنو ته وویشل، خو لیرې پرتو سیمو او سختو ځمکو ته رسېدل لا هم جدي ننګونه ګڼل کیږي .
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د راپور پر اساس، افغانستان د ثبت سوې تر ټولو شدیدې غذایي کمښت سره مخ دی. تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه د پنځه کلونو څخه کم عمره انجونې او هلکان د غذایي کمښت (سوءتغذیه) ښکار سي؛ دا شمېر د تیر کال په پرتله نیم میلیون زیاتوالی ښايي.
دا شمېر د ۱.۲ میلیونه حامله ښځو او شیدو ورکونکو میندو ترڅنګ دي چې د غذایي کمښت له امله بیړنې درملنې ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړي دی چې ښځې او انجونې د لوږې بحران تر ټولو ډېر متاثره کوي، ځکه په اوسنیو شرایطو کې ډېری وخت له ټولنې لیرې پاتې کېږي او د خوړو او مرستندویو سرچینو ته لږ لاسرسی لري.




