د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د ټرانسپورټ وزارت په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې چې د طالبانو سفیر په مسکو کې د کابل او مسکو ترمنځ د الوتنو د زیاتوالي خبره حقیقت نه لري.
روسیې د گل حسن، د طالبانو سفیر، هغه څرګندونې چې ګواکې پلان لري د کابل–مسکو ترمنځ مستقیمې الوتنې زیاتې سي، رد کړي. د حمل و نقل وزارت څرګنده کړې چې د روسیې هوايي شرکتونه د افغانستان لپاره د نوو الوتنو پیلولو علاقه نه لري.
د اعلامیې له مخې، د آریانا هوايي شرکت الوتنې له کابل څخه مسکو ته لا هم یوازې اونۍ په اونۍ ترسره کېږي او نور هېڅ هوايي شرکت د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنې غوښتنه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې گل حسن مخکې ویلي وو چې د آریانا اونۍ ییزی الوتنې ترڅنګ، د کامایر شرکت هم په مستقیمه توګه د کابل–مسکو الوتنې پیلوي او هڅې روانې دي چې د دواړو هېوادونو وګړو ترمنځ سفرونه زیات سي.
خو د روسیې د ټرانسپورټ وزارت د ریانووستي دولتي خبري اژانس ته ویلي چې دا پلانونه په اوس وخت کې عملي کېدونکي نه دي او یوازینۍ فعاله الوتنه هماغه د آریانا اونۍ ییزه الوتنه ده.
یادونه: روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې رسمي پېژندلې ده.



