ملل متحد: د هوا د تودوخې لوړيدل او اقلیمي بحران افغانستان ګواښوي

د ملل متحد د خوراک او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی چې په روان میلادي میاشت کې د اقلیمي بدلونونو بحران او د غیرعادي تودوخې وضعیت په افغانستان کې د ډېرو سیمو لپاره وړاندوینه سوی، او دا وضعیت کولای سي پر کرنې او د اوبو په سرچینو بیلابیلې اغیزې ولري.
ملل متحد: د هوا د تودوخې لوړيدل او اقلیمي بحران افغانستان ګواښوي

د ملل متحد د خوراک او کرنې سازمان (FAO) نن چهارشنبه (۱۵ دلو) په ایکس کې په خپره سوې اعلامیه کې ویلي چې د هوا تودوخه به د افغانستان په ډېرو سیمو کې د عادي حالت په پرتله له ۱ تر ۵ درجې سانتي‌ګراد لوړه وي. دغه وضعیت ممکن د ژمې د حاصلاتو د یخنۍ خطر کم کړي او د څړځایونو لاسرسی ښه کړي، خو د واورو چټک وېلې کېدل او د واورو کم ذخیره کولای سي د خاورې رطوبت او د فصل په وروستیو کې د اوبو لاسرسی محدود کړي.

دغه سازمان زیاتوي چې څېړنې ښايي چې په لویدیځو سیمو او د مرکزي ولایتونو په ځینو برخو کې وضعیت له عادي حالت څخه مرطوب دی، په داسې حال کې چې ختیځ، سویل ختیځ او شمال ختیځ ولایتونه به د متوسط باران په پرتله وچ پاتې سي.

 فائو همدارنګه ویلي دي چې د اوسط څخه لوړ باران، له تودې هوا سره یو ځای، کېدای سي د لوېدیځ افغانستان د باران پورې تړلي حاصلاتو او د ځنګلونو د ودي ملاتړ وکړي، خو د سیلاب خطر هم زیاتوي.

د ملل متحد د خوراک او کرنې سازمان له وړاندې هم راپور ورکړی و چې د افغانستان د باران موسم د عادي حالت په پرتله وچ او ګرم پېل سوی او پرله‌پسې څو کاله، هېواد د باران د کمښت او د اقلیمي بدلونونو له امله شدیدې وچکالۍ سره مخ دی.

که څه هم ځینې سیمې په روان ژمي کې باران او واوره لیدلي، خو د باران اندازه لا هم د عادی حالت په پرتله کمه ثبت سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x