قزاقستان او پاکستان ۳۷ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف پاکستان ته د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو چارواکو ۳۷ د همکارۍ یادداشتونه او تړونونه لاسلیک کړل او په دې توګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، تجارتي او بنسټیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
قزاقستان او پاکستان ۳۷ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

دمعمار خبري اژانس راپور له مخي؛ د قاسم جومارت توکایف، د قزاقستان د ولسمشر، پاکستان ته د سفر په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۱۵ دلو) په بېلابېلو برخو کې، چې پکښې نفت، کانونه او بحري چارې شاملې وې، ۳۷ د همکاریو تړونونه او یادداشتونه لاسلیک کړل. دا د قزاقستان د ولسمشر پاکستان ته په تېرو ۲۳ کلونو کې لومړنی رسمي سفر ګڼل کېږي.

شهباز شریف، د پاکستان لومړی وزیر، د قزاقستان د چارواکو سره په لیدنه کې څرګنده کړه چې هیله لري لاسلیک سوي هوکړه‌لیکونه ژر تر ژره د عملي کېدو پړاو ته داخل سي.

هغه وویل چې د دغو هوکړه‌لیکونو په تطبیق سره به د پاکستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي، تجارتي او کلتوري اړیکې پراخې سي.

قاسم جومارت توکایف د سه شنبې په ورځ (۱۴ دلو) پاکستان ته د دوه ورځني رسمي سفر په موخه ولاړي . د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پراخول بلل سوي دي.

د قزاقستان چارواکو په دې لیدنه کې د لویو زیربنايي پروژو د پراختیا، په ځانګړې توګه د اورګاډي او سړکونو د لارو په اهمیت ټینګار وکړ.

د دواړو هېوادونو چارواکو په وینا، د ترانزیتي لارو ښه کول نه یوازې د پاکستان او قزاقستان په ګټه دي، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوال تجارت لپاره پراخ فرصتونه هم برابروي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس، ټاکل سوې چې د دې میاشتې په ترڅ کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.

همدارنګه ویل سوي چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري پلان لري د خپل هېواد تر ټولو لوړه غیرپوځي نښه يي د قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو ته ورکړي.

د پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د تجارتي اړیکو پراخول په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو له ادارې سره د اسلام آباد اقتصادي اړیکې بندې سوې دي.

د پاکستان لومړي وزیر د جدی میاشتې په راپور کې ویلي و چې اسلام آباد د «افغانستان په خاوره د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د کابل د اقداماتو نشتوالي» له امله اړ سوی چې له افغانستان سره ټول تجارتي راکړه ورکړه ودروي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x