افغانستان سره د اسټرالیا د ۵۰ میلیونو ډالرو بشري مرسته

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دغه هېواد حکومت د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو د ملاتړ او د خوړو د امنیت د تأمین په موخه، تازه ۵۰ میلیون ډالره بشري مرسته ځانګړې کړې ده.
افغانستان سره د اسټرالیا د ۵۰ میلیونو ډالرو بشري مرسته

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ پني وانګ، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر، ویلي دي چې حکومت به یې د افغانستان لپاره د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرسته ځانګړې کړي .

وانګ د سه شنبې په ماښام (۱۳ د دلو) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه مرستې د دې لپاره په نظر کي نیول سوی دي چې د افغانستان خلک وکولی سي له روان بحران څخه تیر سي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي دي چې دغه مرستې به په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو د ملاتړ او همدارنګه د خوړو د امنیت د تأمین لپاره ووېشل سي .

هغه زیاته کړې ده چې اسټرالیا به دغه مرستې د نړیوالو معتبرو ادارو له لارې هغو کسانو ته ورسوي چې واقعاً ورته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، د کابل د سقوط راهیسې د اسټرالیا ټولې بشري مرستې افغانستان ته ۳۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

همدارنګه، د راپورونو پر اساس، شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنې بشري مرستو ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x