ټرمپ له پوتین څخه وغوښتل چې د روسیې او اوکراین جګړه ودروي

ډونالډ ټرمپ، د متحده ایالاتو ولسمشر، اعلان وکړ چې له ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، څخه یې ښکاره غوښتنه کړې ترڅو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
ټرمپ له پوتین څخه وغوښتل چې د روسیې او اوکراین جګړه ودروي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ، چې تر اوسه یې د اوکراین د جګړې د درولو لپاره خپل ژمنه نه ده پوره کړې، ویلي چې له خپل روسي سیال څخه یې غوښتي ترڅو جګړه پای ته ورسوي .

ټرمپ د چهارشنبې په سهار د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د فرانسې خبري اژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: زه غواړم چې هغه (پوتین) جګړه پای ته ورسوي.

هغه د جمعې په شپه هم ویلي و چې شخصاً له ولادیمیر پوتین څخه یې غوښتنه کړې ترڅو تر د فبرورۍ د لومړۍ نېټې (۱۲ دلو) پورې پر کیف او د اوکراین پر څو نورو ښارونو برید ونه کړي.

د امریکا ولسمشر پوتین داسې فرد بللی چې د اوکراین پر ضد د برید نه کولو خپل ژمنه یې پوره کړې ده.

ټرمپ په دي اړه ویلي چې پوتین خپله ژمنه عملي کړی او د یوې اوونۍ لپاره، د یکشنبې څخه تر یکشنبې پورې، یي بریدونه ځنډولي دي .هغه زیاته کړې: «دا لږ وخت نه دی؛ حتی یوه اوونۍ هم مهمه ده، ځکه هلته هوا ریښتیا، ريښتیا ډېره سړه ده.»

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ویلي چې له خپل روسي سیال سره یې خبرې کړې، خو د دې خبرو دقیق جزئیات او نېټه یې نه ده افشا کړې.

ټرمپ د خبریال د پوښتني په ځواب کې د اوکراین د بریدونو د دریدنې د غځولو په اړه وویل: «ما غوښتل چې دا پیښه واقع سي .»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x