په افغانستان کې د روغتیايي مرستو د وېش په موخه د ۴۴۶ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک کیدل

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي، له «داکار» مؤسسې سره یې د څه باندې ۴۴۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې په درېیو ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو ته روغتیايي مرستې او حفظ‌الصحې خدمتونه وړاندې سي.
په افغانستان کې د روغتیايي مرستو د وېش په موخه د ۴۴۶ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک کیدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې له داکار مؤسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک د ۴۴۶ زره او ۸۴۱ امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت لاسلیک سوی دی.

د دې هوکړه‌لیک له مخې، د کونړ ولایت ۲٬۲۳۴ زلزله‌ځپلو کورنیو، د ننګرهار ولایت ۷۰۰ کورنیو او د لغمان ولایت ۶۶ کورنیو ته چي پکښي به هرې کورنۍ ته دوه روغتیايي بستې ووېشل سي. په دغو بستو کې یوه بسته د ۲۱ ډوله توکو او بله د ۷ ډوله روغتیايي توکو څخه جوړه سوی ده .

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ادارې عمومي رئیس، ملا نورالدین ترابي، د داکار مؤسسې له مشر پیدر تورننک سره لیدلي او د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک یې ورسره لاسلیک کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ترابي په دې لیدنه کې د ګډو همکاریو پر ارزښت، د پروژو پر روڼتیا او د اړمنو کورنیو پر اړتیاوو د ځانګړې پاملرنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یاده اداره به د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ پروژې پر وخت او په اغېزمن ډول پلي کړي.

همدارنګه، پیدر تورننګ د یادې ادارې له همکارۍ مننه کړې او د روانې پروژې په اړه یې معلومات ورکړي دي. هغه ویلي، چې د پروژې پاتې برخې به هم د کیفیت د معیارونو له مخې او د بشپړې همغږۍ په ترڅ کې ژر پلي سي او داکار مؤسسه ژمنه ده، چې د دې پروژې مثبتې پایلې به د مستحقو کسانو لپاره په څرګند ډول ولیدل سي.

د دې هوکړه‌لیک له مخې، داکار مؤسسه د روغتیايي بستو تر وېش سربېره، په کونړ ولایت کې ۲۳۵ تشنابونه او حمامونه او په ننګرهار ولایت کې هم ۲۳۵ تشنابونه او حمامونه جوړوي. همدارنګه، په کونړ کې د ۲۵۵ کورنیو او په ننګرهار کې د ۱۰۰ کورنیو لپاره د شګو د تصفیې د اوبو دستګاوې جوړېږي.

په همدې لړ کې، په کونړ کې د ۸۰ کورنیو او په ننګرهار کې د ۲۵ کورنیو لپاره د کم‌توانه کسانو ځانګړې څوکۍ تشنابونو ته ورکول کېږي، او په کونړ کې ۱۵ او په ننګرهار کې ۵ د اوبو څاګانې رغول کېږي.

سربېره پر دې، په کونړ ولایت کې ۲۵۵ د اوبو زېرمې، په ننګرهار کې ۱۵۵ او په لغمان کې ۱۰۰ د اوبو زېرمې کلورین کېږي، او د کونړ ولایت د ژیړي بابا په کمپ کې به د ۷۹۰ کورنیو لپاره د دوو میاشتو په موده کې د څښاک اوبه به برابرې او ولېږدول سي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x