عادله راز د ملګروملتونو د مشورتي هیئت غړې سوه

ملګروملتونو اعلان وکړ چې عادله راز، د افغانستان پخوانۍ سفیره په ملګروملتونو کې، د آنتونیو ګوترش لخوا د ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې د څو اړخیز کمزوري‌والي د شاخص او د خپلواکه مشورتي ډلې د کارپوهانو په هئیت ټاکل سوې ده.
عادله راز د ملګروملتونو د مشورتي هیئت غړې سوه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ ملګروملتونو څرګنده کړې، عادله راز د سازمان د عمومي منشي آنتونیو ګوترش په حکم د څو اړخیز کمزوري‌والي د شاخص او د خپلواکه مشورتي ډلې لپاره ټاکل سوې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل سوي چې دا مشورتي ډله د څو اړخیز کمزوري‌والي د شاخص د پیاوړتیا لپاره جوړه سوې او هدف یې د پرمختګ په حال کې هېوادونو د کمزوري‌والي د کچې په اړه د شواهدو پر بنسټ ارزونې وړاندې کول دي.

اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د دې ډلې غړي به په خپلواک ډول درې کلن شاخص وڅاري، د هېوادونو پرمختګ وکتل سي او د سیاست جوړونې لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.

د څو اړخیز کمزوري‌والي د اشاره‌ګر مشورتي ډله له ۱۵ مخکښو کارپوهانو څخه جوړه ده چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو څخه دي او په اقتصادي، ټولنیزو، چاپېریالي او مقاومت لرونکو برخو کې تخصص لري. د دې ډلې په جوړښت کې د دولت استازي، د مدني ټولنې غړي او د پوهنتونونو استازي هم شامل دي.

د ملګروملتونو د پلان پر بنسټ، دغه ډله به خپله لومړنۍ رسمي ناسته په ۲۰۲۶ کال کې وکړي او د درې کلنې لومړنۍ ارزونې د ترسره کېدو لپاره به چمتووالی پیل کړي چې ټاکل سوې په ۲۰۲۸ کال کې به ترسره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x