کنیچي ماساموتو، په افغانستان کې د جاپان سفیر، له کابل سره د توکیو د تعامل په اړه وویل چې د محدودیتونو لیرې کول او د انجونو د زدهکړې موضوع د نړیوالې ټولنې لپاره یو بنسټیز اصل دی او د دې موضوع لپاره یي د مناسبو حللارو غوښتنه وکړه.
نوموړي په یوه مرکه کې زیاته کړه چې له طالبانو تمه کېږي د امنیت، خوندیتوب، د نشهیي توکو پر ضد مبارزې، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې، په ځانګړي ډول د انجونو د زدهکړې په ډګر کې، د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي، څو افغانستان له نړیوالې ټولنې سره لا نږدې او همغږی سي.
د جاپان سفیر د دې همغږۍ لپاره د انجونو د زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:
«دا هغه موضوع ده چې نړیواله ټولنه ورته پاملرنه لري، او جاپان هم د همدې ټولنې يوه برخه ده.»
ماساموتو همدارنګه وویل چې جاپان د افغانستان د خلکو کلتوري واقعیتونو ته درناوی لري او پرې خبر دی، خو هڅونه کوي چې د انجونو زدهکړه په منځنیو او لوړو کچو کې پراخه سي.
هغه په پای کې وویل:
«هیله لرم چې د افغانستان دولت او خلک داسې پرېکړه وکړي چې هم د دوی په ګټه وي او هم د نړیوالې ټولنې له تمو سره سمون ولري.»
د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو زدهکړه منع ده او نږدې ۲.۲ میلیونه انجونې له ښوونځي تلو بېبرخې پاتې دي.



