ناچاودېدلي مهمات؛ د افغانستان د خلکو لپاره پټ او دوامدار ګواښ

افغانستان لا هم د نړۍ له هغو درې هېوادونو څخه دی چې د جګړې له پاتې سوو ماینونو او چاودېدونکو مهماتو څخه تر ټولو ډېر تلفات لري. هره میاشت شاوخوا ۵۰ تر ۵۴ پورې ولسي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، د دې مرګوني پاتې شوني قرباني کېږي.
ناچاودېدلي مهمات؛ د افغانستان د خلکو لپاره پټ او دوامدار ګواښ

افغانستان لا هم د نړۍ له هغو درې هېوادونو څخه دی چې د جګړې له پاتې سوو ماینونو او چاودېدونکو مهماتو څخه تر ټولو ډېر تلفات لري. هره میاشت شاوخوا ۵۰ تر ۵۴ پورې ولسي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، د دې مرګوني پاتې شوني قرباني کېږي.

نیک پاند، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د ماین‌پاکۍ د څانګې مشر، په دې وروستیو کې ویلي دي:
«ماشومان د دې ګواښونو تر ټولو لوی قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه تلفات جوړوي؛ هغه ماشومان چې زیاتره د لوبو پر مهال له ناچاودېدلو مهماتو سره د تماس له امله ټپیان کېږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د دې ویرې پیل د ۱۹۸۰مې لسیزې د شوروي پوځ له یرغل څخه شروع سوي دي . په هغه دوره کې، په ټول هېواد کې په میلیونو د افرادو ضد ماینونه، د ټانکونو ضد ماینونه، خوشه‌یي بمونه او لاسي جوړ سوي چاودېدونکي توکي خپاره سول. د ۱۹۹۰مې لسیزې کورنیو جګړو او ورپسې د تېرو دوو لسیزو نښتو، د دغو مرګوني توکو کچه څو برابره زیاته کړه. پایله دا سوه چې له ۱۹۸۹م کال راهیسې تر اوسه له ۴۵ زرو څخه ډېر کسان وژل سوي یا ټپیان سوي دي، چې ماشومان پکې له نږدې ۳۰ زرو قربانیانو سره، یعنې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه، تر ټولو زیات زیانمن سوي دي.

سره له دې چې تر اوسه له ۳۸۰۰ کیلومتره مربع څخه زیاته ځمکه پاکه سوې او نږدې ۱۴ میلیونه د چاودېدونکو توکو ټوټې له منځه وړل سوې دي، لا هم شاوخوا ۱۲۱۰ کیلومتره مربع ځمکه ککړه پاتې ده، چې ۵۲۴۵ پېژندل سوې خطرناکې سیمې پکښې شاملې دي. دا سیمې کرنیزې ځمکې، څرځایونه، سړکونه، ښوونځي او حتی روغتیايي مرکزونه له جدي ګواښ سره مخ کوي. له یو میلیون او ۷۰۰ زرو څخه ډېر افغانان د دې خطر تر څنګ ژوند کوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو او په ډېرو سیمو کې د نسبي امنیت له ټینګښت وروسته، تمه کېده چې د ماین‌پاکۍ بهیر به چټک سي؛ خو حقیقت بیخي برعکس دی. د ماین‌پاکۍ د مسلکي کارکوونکو شمېر، چې په ۲۰۱۱م کال کې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته رسېده، اوس د ۱۳۰۰ او ۲۷۵۰ ترمنځ راکم سوی دی. د بودجې کموالی، د نړیوالو مرستو سخت کمښت او کاري محدودیتونه لامل سوي چې د پاکولو ډېر پروګرامونه د بشپړ بندېدو له ګواښ سره مخ سي.

دا وضعیت نه یوازې د جګړې ناوړه میراث ژوندی ساتي، بلکې د افغانستان له راتلونکې نسل سره هم دردناکه حساب‌کتنه کوي. په وروستیو میاشتو کې ماشومان د ټولو قربانیانو له ۷۷ تر ۸۹ سلنې پورې جوړوي؛ هغه نسل چې باید په امن او ارام کې لوی سوی وای، اوس د خپلې ماشومۍ په ساده لوبو کې له مرګ سره مخامخ کېږي.

د جګړې وروسته د کامبوج او بوسنیا په څېر هېوادونو تجربې ښايي چې چټکه او اغېزمنه پاکونه درې اساسي شرطونه غواړي: پیاوړې سیاسي اراده، له نړیوالو بنسټونو سره بې‌قید او شرطه همکاري، او د ملي سرچینو کافي ځانګړې کول. افغانستان د بشري ځواک او تخنیکي وړتیا له پلوه دا توان لري؛ هغه څه چې کم دي، دې پټې او اوږدمهالې ستونزې ته رښتینې او عملي لومړیتوب ورکول دي.

د طالبانو اوسنی حکومت، د رامنځته سوي نسبي ثبات پر بنسټ، کولای سي او باید درې مهمو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي: د ککړو ځمکو پراخ پاکول، د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی، او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو بشپړ ملاتړ. له اړوندو نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ پراخول نه یوازې د انسانانو ژوند ژغوري، بلکې اقتصادي ودې، د کډوالو خوندي بېرته ستنېدو او د خلکو د باور د زیاتېدو سبب هم ګرځي.

عامه پوهاوی، د مشکوکو توکو سملاسي راپور ورکول او بېړنۍ پانګونه، د دې مرګوني کړۍ د ماتولو تر ټولو اغېزمنې لارې دي. که نن جدي اقدام و نه سي، سبا به نور ماشومان د جګړې د دې پاتې شوني تر خاورو لاندې سي، او تاریخ به موږ ټول د دې غمیزې پر وړاندې مسؤل وبولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x