افغانستان د ماینونو او چاودیدونکو توکو د قربانیانو له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی

ملګري ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د څو لسیزو جګړو وروسته هم د نړۍ درېیم هیواد دی، چې د جګړې پاتې ماینونو او چاودیدونکو توکو له امله د وژل سویو او ټپي سوو کسانو شمېر پکښې لوړ دی.
افغانستان د ماینونو او چاودیدونکو توکو د قربانیانو له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) په افغانستان کې په خپره سوې بیانیه کې ویلي چې افغانستان د کلونو جګړو او ناامنیو وروسته هم د نړۍ درېیم هیواد دی، چې د جګړې پاتې ماینونو او چاودیدونکو توکو له امله د وژل سویو او ټپي سوو کسانو شمېر پکښې لوړ دی

د بیانیې له مخې، ماشومان د دې مرګونې پېښو اصلي قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه تلفاتو ته رسېږي. یوناما زیاته کړې چې ډېری ماشومان د لوبو کولو، څاروی ساتلو یا ورځنیو چارو پر مهال د چاودیدونکو موادو سره مخامخ کیږي، خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا سخت او دایمي ټپونه ترلاسه کوي.

یوناما ټینګار کړی: «عامه پوهاوی او د ټولنې ګډ اقدام کولای سي د ډېرو ناوړه پېښو مخنیوی وکړي.» دغه بنسټ له خلکو غوښتي چې که کوم مشکوک یا ناشناخته شی وویني، له لاس وهلو ډډه وکړي او موضوع سمدستي اړوندو بنسټونو ته راپور کړي.

د ملګرو ملتونو دفتر هم د غیرحکومتي سازمانونو لپاره د چټک، دوامداره او مؤثر مالي ملاتړ غوښتنه کړې، چې د ماین پاکۍ په برخه کې فعالیت کوي. د دې سازمانونو د ورځنۍ پاکونې ترڅنګ، د ورځنیو پروګرامونو عملي کول د ځایي خلکو د پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري.

د «هلو ترست» مؤسسې د راپور له مخې، یوازې تیر کال په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او جګړې پاتې چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله وژل سوي یا ټپیان سوي دي. راپور زیاتوي چې لږ تر لږه ۶.۴ میلیونه کسان په ټوله هیواد کې د دې چاودیدونکو توکو له مستقیم خطر سره مخ دي.

همدارنګه ملګري ملتونو ویلي چې له درې میلیونو او ۳۰۰ زره څخه زیات کسان د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ککړو سیمو په یوه کیلومتره کې ژوند کوي؛ داسې وضعیت چې لا هم د غیرنظامیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند د جدي ګواښ سره مخ کوي .

افغانستان د څو لسیزو جګړو وروسته، لا هم د ماینونو او پاتې چاودیدونکو توکو له مرګوني میراث سره مخ دی؛ هغه میراث چې هره ورځ قربانیان لري او د نړیوالې ټولنې بیړنې پاملرني ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x