د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ګُلحسن، د طالبانو سفیر په مسکو کې، څرګنده کړې چې د طالبانو اداره د روسیې څخه د انرژۍ واردولو، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو، لیواله ده او که ځینې ستونزې حل سي، افغانستان کولای سي دغه مواد او یو شمېر نور توکي له روسیې څخه واخلي.
هغه د تاس دولتي خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې چې کابل د تېلو او ګازو ترڅنګ، د درملو، صنعتي توکو، غلو، نباتي غوړ او نورو روسي تولیداتو د واردولو لیوالتیا هم لري.
د طالبانو سفیر په وینا، د دغه سوداګریز بهیر عملي کېدل کولای سي د افغانستان او روسیې تر منځ دوه اړخیزه سوداګرۍ په څرګنده توګه زیاته کړي او د پراخو اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.
ګُلحسن همدارنګه ویلي چې طالبان هڅه کوي په مسکو کې د افغانستان د توکو او تولیداتو یوه نندارتون پرانیزي ترڅو د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا زمینه ټینګه سي.



