د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د طالبانو پر ضد د بندیزونو د تحلیلي ملاتړ او څار ډلې د دندې د غځولو لپاره د پرېکړهلیک یوه مسوده چمتو سوې ده او ټاکل سوې چې پرې رایهاچونه وسي. د دې مسودې له مخې، د یادې ډلې دنده به د روان میلادي کال د فبرورۍ تر ۱۷مې نېټې پورې وغځول سي.
د دې ډلې د دندې د غځولو پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا هم د افغانستان اړوند د نړیوالو بندیزونو د اغېزمنتیا او پراخوالي ارزونه کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د افغانستان د بندیزونو کمېټه چې په ۱۹۸۸ میلادي کال کې جوړه سوې، له بېلابېلو تنبیهي تدابیرو جوړه ده؛ چې پکښې د شتمنیو کنګلول، د سفر بندیز او د وسلو بندیز شامل دي. دا بندیزونه پر هغو کسانو، ډلو، شرکتونو او بنسټونو لګېږي چې له طالبانو سره تړاو لري.
د دغه راپور له مخې، د بندیزونو په نوملړ کې د اشخاصو او بنسټونو د شاملولو معیار دا دی، چې هغوی په هغو کړنو کې برخه ولري یا ملاتړ ترې وکړي چې د افغانستان سولې، امنیت او ثبات ته ګواښ بلل کېږي.
راپور زیاتوي، پرته له هغه بشري استثنا چې د امنیت شورا د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۲۶۱۵ پرېکړهلیک کې ټاکل سوې، د افغانستان د بندیزونو کمېټه د طالبانو له واک ته رسېدو (د ۲۰۲۱ کال اګست) راهیسې تر اوسه په بنسټیز ډول نه ده نوې سوې.
د افغانستان د بندیزونو کمېټه (۱۹۸۸) د امنیت شورا له فرعي بنسټونو څخه ده، چې د بندیزونو د پلي کېدو څارنه یې اصلي دنده ده. د بندیزونو لاندې د کسانو او بنسټونو ټاکل، د معافیت غوښتنو څېړل او امنیت شورا ته د وخت پر وخت راپورونه وړاندې کول، د دې کمېټې له اساسي دندو څخه شمېرل کېږي.
همدارنګه، د بندیزونو د تحلیلي ملاتړ او څار ډله د منظم راپورونو، عملي سپارښتنو او د بندیزونو د نوملړ د ارزونې له لارې د دې کمېټې له فعالیتونو ملاتړ کوي.




