نیوکه که کفر؟ هغه ځواب چي د طالبانو برخلیک ټاکي

ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، «د طالبانو د محکمو د جزایي اصول‌نامې» نیوکه کوونکو باندي د «کافر» د ټاپي په لګولو سره، نه يوازي دا چي په ښکاره ډول یی په اسلام کي د خبرو او نیوکه کولو بنسټیز اصول تر پښو لاندي کړل، بلکي د دې ډلې د استبدادي او نه بدلېدونکي ماهیت پرده یې هم پورته کړه.
نیوکه که کفر؟ هغه ځواب چي د طالبانو برخلیک ټاکي

ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، «د طالبانو د محکمو د جزایي اصول‌نامې» نیوکه کوونکو باندي د «کافر» د ټاپي په لګولو سره، نه يوازي دا چي په ښکاره ډول یی په اسلام کي د خبرو او نیوکه کولو بنسټیز اصول تر پښو لاندي کړل، بلکي د دې ډلې د استبدادي او نه بدلېدونکي ماهیت پرده یې هم پورته کړه.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر «د طالبانو اصول‌نامې» باندي نیوکه کوونکي «کافران» بللي دي؛ هغه اصول‌نامه چي په عملي ډول د غلامۍ منل قانوني کوي.

په یوه جدي او د اندېښنې وړ اقدام کي، ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، د طالبانو د محکمو د جزایي اصول‌نامې پر نیوکه کوونکو د «کافر» نوم ایښی دی. دا کار نه يوازي دا چي د اسلام له نظره د بحث او نيوکي اصول تر پښو لاندي کوي، بلکي د دې ډلې د واکمنۍ استبدادي او تړلی ماهیت هم روښانه کوي.

د ندامحمد ندیم تیز او توند غبرګون، چي د طالبانو د جزایي اصول‌نامې نیوکه کوونکي یې «کافران» بللي دي، د طالبانو په تګلاره کي یو ډېر خطرناک پړاو ګڼل کېږي. دا خبره یوازې شخصي سپکاوی نه دی؛ بلکي دا هغه فکري بهير دي چي هر ډول مخالف غږ د دلیل پر ځاي د کافر ګڼلو او ګواښلو له لاري چوپوي . هغه اصول‌نامه چي د غلامۍ او ټولنیز طبقاتی وېش مفاهیم قانوني کوي، پخپله د بشري حقونو د ښکاره نقض سند دی.

اسلام د دلیل، حکمت او نېک پند دین دی:
«ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ…» (النحل: ۱۲۵)
یعني خلک د خپل رب لاري ته په حکمت او نېک پند راوبله، او له هغوی سره په تر ټولو ښه ډول بحث وکړه.
رسول الله ﷺ آن له مشرکانو سره هم د ادب، درناوي او منطق له مخي خبرې کولې. کافر ګڼل د اسلامي فقهې تر ټولو خطرناکو کړنو څخه دی او ډېر سخت شرطونه لري، چي د «یوه ډلې د قوانینو څخه نیوکه » هیڅکله پکښي نه راځي.

نیوکه د اسلامي ټولني د ژوندون نښه ده. راشد خلفاوو او د هدایت امامان به تل د خلکو له لوري تر پوښتني او نيوکي لاندي راتلل، او دا به یې د امت حق باله. نيوکه په «کفر» بدلول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر شورا له سنت سره ښکاره خیانت دی.

شریعت د کوم شخصي فرد یا ځانګړي ډلې ملکیت نه دی. که طالبان د شریعت د پلي کولو دعوه لري، نو لازمه ده چي داسې تفسیر وړاندې کړي چي د نننۍ نړۍ د دفاع وړ وي. حضرت علي رضي الله عنه فرمایلي دي:
«خلک له خپل وخت سره تر خپلو پلرونو ډېر ورته دي.»
دا خبره د دې ښکارندويي کوي چي انسانان د خپل زمان او چاپېریال تر اغېز لاندي وي.

هغه تفسیر چي غلامي روا بولي، د شریعت له لوړو موخو، چي د انسان ازادي او کرامت دی، سره ښکاره ټکر لري. کفر دا دی چي د شریعت دا موخې تر پښو لاندي سي او د دین په نوم پر انسانانو کړاو تحمیل سي.

حتی که فرض کړو چي د طالبانو د اصول‌نامې باندي نیوکه کوونکي په پوهه یا استدلال کي تېروتنه لري، بیا هم د هغه نظام غبرګون چي ځان اسلامي بولي، هېڅکله کافر ګڼل او د سزا ګواښ نه سي کېدای. سپېڅلی قرآن د بې‌پایه حکمت له مخې د تېروتنې او اختلاف د مقابلې څرنګوالی په ډېر ښکلي ډول بیان کړی دی:
د خپل رب لارې ته د حکمت او نېک نصیحت له لارې بلنه ورکړه، او له هغوی سره په تر ټولو غوره طریقې مناظره وکړه. (النحل: ١٢٥)

ایا پورته آيت دا حکم کوي چې تېروتلی مخالف «کافر» وبلل سي؟ هېڅکله نه. بلکې د مناظرې او بحث لارښوونه کوي، هغه هم «په تر ټولو غوره طريقه». دا د قرآن منطق دی: د سزا پر ځای قناعت ورکول، د زور پر ځای استدلال، او د کافر ګڼلو پر ځای نېکه او درناوی لرونکې خبرې

که طالبان ځان د شریعت وارثان بولي، نو باید د نبوي سنت پیروي وکړي؛ هغه سنت چي آن له ښکاره منکرانو سره هم په اخلاقو او دلیل ولاړ وو. حتی نیوکه ، که ناسمه وی، د وضاحت، اصلاح او د نظام د باور ښکارندويي کوي. هغه نظام چي د دلیل پر ځای کافر ګڼلو ته مخه کوي، په حقیقت کي دا وايي چي «زه د خپلو دريځونو د عقلاني دفاع لپاره هېڅ دليل نه لرم، او يوازينۍ لاره چې ځان پرې ساتلی سم، د وېري رامنځته کول دي.»

د قرآن لاره د بیان او بلاغت لاره ده، نه د مجرم ګرځولو او کافر ګڼلو. که طالبان رښتیا د ټولني د هدایت اندېښنه لري، باید نیوکه کوونکي ، که آن ګمراه یې بولي، د دلیل، زغم او درناوي له لاري حق ته راوبولي. دا د ایمان او ديني باور رښتینی ازمیښت دی.
کافر ګڼل د ځواک نښه نه ده، بلکي د فکري بې‌وسۍ څرګندونه ده. دا نه د ایمان نښه ده او نه د حق، بلکي د تعصب او ټینګ ذهنيت ښکارندويي کوي. د اسلام تاریخ د علماوو له روښانو مناظرو ډک دی، نه د نیوکه کوونکو له کافر ګڼلو څخه.

طالبان باید پریکړه وکړي: آیا غواړي چې په ذهنونو او تاریخ کې د هغوی انځور د پوه او فکرمنده مبلغینو په توګه ثبت سي، که د بې‌پوه او سخت‌مزاجه قاضیانو په توګه؟ دغه پریکړه د هغه حکومت توپیر ښايي چې غواړي د خلکو زړونه وګټي، یا یوازې د خلکو بدنونه مات کړي.

د طالبانو جزایي اصول‌نامه د انسان د فطري کرامت له پامه غورځوي او د بشر د حقونو نړیوال تړونونه په منظم ډول تر پښو لاندې کوي. د غلامۍ منل او د ټولنې په طبقو وېش، د بشري تاریخ تر ټولو تیاره پړاوونو ته راستنېدل دي.

د نیوکي حق او د بیان آزادي د هرې سالمې ټولني بنسټ دی. د نیوکه کوونکو ګواښل د حقیقت وېره او د دلیل کمزورتیا ښکاره کوي . هغه واکمني چي خپل امنیت د خلکو په چوپتیا کي ویني، مشروعیت نه لري.

د ټولني وېش او د لږکیو ځپل د انساني برابري له اصل سره ټکر لري دغه کړنه نه یوازې غيرانساني ده، بلکې د ټولنیزو کړکېچونو د پراختیا او د ملي یووالي د ټوټې کېدو سبب کېږي.

له اخلاقي پلوه، د ولس پر وړاندي مسئولیت منل او د تېروتنو منل د واکمنۍ د بلوغ نښه ده . د نورو کافر ګڼل د بې‌ګناهۍ ادعا ده چې هېڅ مشر او یا کومه ډله پرې حق نه لري.

ادب او درناوی حتی په ټولو سختو بحثونو کې هم یو ثابت اخلاقي اصل دی. د «کافر» ټاپه وهل د استدلال له ډګر څخه تېښته او د لفظي تاوتریخوالي او بیا د فزیکي تاوتریخوالي د پېل نښه ده.

دا کړنلاره طالبان سیاسي او اقتصادي انزوا ته بیايي او د افغانستان د خلکو کړاوونه زیاتوي. هېڅ نظام په اوږده موده کي د زور او وېرې پر بنسټ نسی پاتې کیدلي .

دا کار په اسلام کي لویه ګناه ده او د ولس باور له منځه وړي. د کافر ګڼلو پر ځای، د دلیل ډګر ته راووځئ. دا اصول‌نامه باید بیا وکتل سي، ، ځکه چې شریعت د دین، نفس، عقل، نسل او مال د ساتنې لپاره دی. هر قانون چې دا پنځه اصلونه تهدید کړي، د حقیقي شریعت سره په ټکر کې دی. داسې قوانین لکه غلامي، د نفس او د انسان کرامت له منځه وړي. له همدې امله لازمه ده چې د بېلابېلو مذاهبو او قومونو له خپلواک او بې‌طرفه علماوو څخه علمي کمېټې جوړې سي، ځکه په معاصره نړۍ کې د اسلامي قوانینو د سم تفسیر لپاره متنوع نظریاتو او ریښتیني پوهانو ته اړتیا ده. د تفسیر انحصار په یوه ځانګړي ډلې کې ظلم تولیدوي.

افغانستان د نړیوالې ټولني غړی دی. د بشري حقونو لږ تر لږه معیارونو درناوی، چي له اسلامي اصولو سره هم په ټکر کي نه دي، د بقا شرط دی. ریښتینی مشروعیت د ښوونځیو، روغتونونو او باثباته اقتصاد له لاري تر لاسه کېږي، نه د ځپونکو حکمونو په صادرولو. ددې پر ځای چې ټوله انرژي د خلکو د غږونو په چوپولو کی مصرف کړئ، د دې پر ځای د خلکو د ژوند د ښه کولو په فکر کې اوسئ.

طالبان نن په یوه تاریخي دو لارې کې قرار لري: یا د کافر ګڼلو، انزوا او د زور او تاوتریخوالي پر اساس د واکمنۍ لار ته دوام ورکړي چې هېواد به د تاوتریخوالي موزیم وګرځوي، یا د ځان په نیوکه کولو کې زړورتیا څرګنده کړي، بېرته د خبرو مېز ته ورسئ او ومنئ چې په یوویشتمه پېړۍ کې حکومت‌والی د خدای، خلکو او تاریخ په وړاندې د مسؤلیت منلو معنی لري.

تاریخ به قضاوت وکړي. آیا طالبان غواړي چې د راتلونکو نسلونو په ذهنیت کې د یوې «ټاکنوالې» او «ځورګرې» ډلې په توګه ثبت سي، کومه چې د دین تر شا پټه سوې او بشریت یې تر پښو لاندې کړی دی، او یا د یوې داسې ډلې په توګه ثبت سي چې په پای کې د ټولنیز عقل او د عدالت غوښتنې غږ يي اورېدلی او د اصلاح لارې ته یي مخه کړې ده؟ اسلام د رحمت او حکمت دین دی. آیا وخت یی نه دی رسېدلی چې د کافر ګڼلو په وسله د تکیه کولو پر ځای، د اسلام ریښتینی ویاړ او عظمت چې په عدالت، اخلاقو او عقلانیت کې څرګندیږي، نړۍ ته ښکاره کړو؟

په یاد ولرئ:
د حکومتولۍ د تاج دروند بار یواځې هغه اوږه زغملای سي چې د ځورېدلو خلکو د درد غږ اورېدو ته چمتو وي او د خواخوږو نیوکو منلو توان ولري.
ریښتینی ځواک په دې کې نه دی چې ولس په مرګوني چوپتیا کې وساتل سي، بلکې په دې کې دی چې واکمن د ځان د سمون جرأت ولري.
ټاکنه ستاسو ده!

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x