په آلمان کي د طالبانو تر ادارې لاندي د افغانستان د قونسلګریو د سپارلو له امله د افغان کډوالو اندېښنه

په آلمان کي مېشت د افغان بنسټونو د ټولني د غړو یو شمېر وګړو او فعالانو په یوه اعلامیه کي ویلي دي چي ډېر افغان وګړي په آلمان کي د طالبانو تر ادارې لاندي د افغانستان قونسلګریو ته له تګ څخه وېره لري.
په آلمان کي د طالبانو تر ادارې لاندي د افغانستان د قونسلګریو د سپارلو له امله د افغان کډوالو اندېښنه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ په یاده اعلامیه کي ویل سوي دي چي ډېر افغان وګړي ځکه دغو قونسلګریو ته له مراجعې ډډه کوي چي اندېښنه لري شخصي معلومات یې، په ځانګړي ډول په افغانستان کي د کورنیو د استوګني ځایونه، د طالبانو لاس ته ولویږي.

د یاد بنسټ په وینا، دا وضعیت د هغو زرګونو افغان وګړو امنیت او حقوقي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی چي د مخکني حکومت له نسکورېدو وروسته آلمان ته کډه سوي دي.

په اعلامیه کي راغلي دي چي دا مهال د طالبانو استازي لږ تر لږه د افغانستان په درې قونسلګریو کي په آلمان کي ګومارل سوي دي، او طالبان هڅه کوي نور کسان هم دغو استازولیو ته واستوي.

یاد بنسټ ټینګار کړی دی چي دا ګام افغان وګړي د هماغي ډلې پر وړاندي دروي چي ډېر کسان یې د مستقیمو ګواښونو له امله اړ سوي دي هېواد پرېږدي.

د دې اعلامیې له مخي، ډېر افغان وګړي د پاسپورټ د تمدید، د پېژند اسنادو د ترلاسه کولو او د استوګني اړوندو اداري پړاوونو د ترسره کولو لپاره اړ دي هغو قونسلګریو ته مراجعه وکړي چي اوس د طالبانو تر ادارې لاندي دي.

د اعلامیې په یوه برخه کي ویل سوي دي: «له باوري پاسپورټ پرته، افغان وګړي نه سي کولای د استوګني موده وغځوي، کاري تړونونه تمدید کړي او آن ساده اداري چارې ترسره کړي. دا تمه چي دا بهیرونه د طالبانو د جوړښتونو له لاري ترسره سي، د زیانمنو کسانو د ژوند رښتینی وضعیت له پامه غورځوي.»

دا اندېښنې په داسې حال کي مطرح کېږي چي د آلمان حکومت د افغان وګړو د ایستلو هڅي چټکي کړي دي.

نیوکه کوونکي وايي چي طالبان له دې وضعیت څخه په اروپا کي د خپل دیپلوماتیک مشروعیت د پیاوړتیا لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x