په افغانستان کي د ګوزڼ واکسین د تطبیق بهیر په ۱۸ ولایتونو کي پیل سو

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چي په هېواد کي د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) د واکسیناسیون بهیر پیل سوی دی.
په افغانستان کي د ګوزڼ واکسین د تطبیق بهیر په ۱۸ ولایتونو کي پیل سو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چي د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی سراسري واکسیناسیون بهیر د دوشنبې په ورځ، د دلو په ۱۳مه، د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کي پیل سوی دی.

د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې ده چي دا بهیر ټول ۲۲ ولایتونه رانغاړي، خو په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کي به د سې‌شنبې په ورځ، د دلو ۱۴مه، پیل سي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي دي چي د دې بهیر په ترڅ کي به نږدې ۷ اعشاریه ۳ میلیونه هغه ماشومان چي عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ګوزڼ واکسین تر لاسه کړي.

په افغانستان کي د ماشومانو د ګوزڼ د له‌منځه وړلو پروګرام له هېوادوالو غوښتنه کړې ده چي د پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د واکسین کولو له لاري، د دې ناروغۍ د بشپړ له‌منځه وړلو په هڅو کي همکاري وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x