د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، علیرضا بیګدلي، د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست په کابل کې، د نورالله نوري، د طالبانو د پولو، قومونو او قبایلو وزیر سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هیوادونو د ګډی پولي د تثبیت او د پولهییزو نښو او علامتونو د نوي کولو په اړه خبرې وکړې او د سیاسي او تجارتي اړیکو د پراختیا ټینګار یې وکړ.
د ایران سفیر په کابل کې په دې لیدنه کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت غواړي د افغانستان سره سیاسي او تجارتي اړیکې نور هم پراخې او پیاوړې کړي او چمتو دی چې د ګډي پولي د تثبیت او د پولهییزو نښو د نوي کولو په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د تطبیق بهیر یې ګړندی کړي.
د طالبانو د پولو، قومونو او قبایلو وزیر هم د افغانستان د ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د پولو د تثبیت په بهیر کې د ټولو ستونزو د هواري او د هر اړخیزې همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی یې اعلان کړ. هغه وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولو د تثبیت او د پولهيېزو نښو د نوي کولو بهیر به په نږدې راتلونکي کې په رسمي ډول پیل سي.




