ښځو ته ځواک ورکول، د هیوادونو د دوامداره پرمختګ او ثبات بنسټیزه برخه ده

د اسلامي همکاریو سازمان منشي په قاهره کې په یوې نړیوالې غونډه کې ټینګار وکړ چې ښځو ته ځواک ورکول یوازې د انساني حقونو موضوع نه ده، بلکې د هیوادونو د دوامداره پرمختګ او د اسلامي ټولنو د ثبات بنسټیزه برخه ګڼل کېږي. هغه د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره د دین د هوښیارانه کارونې غوښتنه هم وکړه.
همکاری افغانستان و سازمان ملل برای معیشت بدیل برای دهقانان

د معمار خبري اژانس د  راپور له مخي؛ حسین ابراهیم طه، د اسلامي همکاریو سازمان منشي، د «دینی خبرو اترو او د مسلمانو ښځو د حقونو پر  ساتنې د هغه اغېزي » په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ ، د دلو په ١٢ د مصر په پلازمېنه کې پیل سوه، ښځو ته ځواک ورکول د اسلامي هیوادونو د دوامداره پرمختګ او ټولنیز ثبات بنسټیزه برخه وبلله.

دا دوه ورځنۍ غونډه د غړو هیوادونو د ښځو چارو وزیرانو، د نړیوالو سازمانونو استازو او د مصر د دولتي چارواکو په ګډون ترسره سوه.

د اسلامي همکاریو سازمان منشي په خپره سوې اعلامیه کې ټینګار وکړ چې دین باید «په هوښیارانه او رڼا ورکوونکې توګه» د ښځو د حقونو د ساتنې او ټینګښت لپاره وکارول سي.

ابراهیم طه زیاته کړه: «ښځو ته ځواک ورکول یوازې د انساني حقونو موضوع نه ده، بلکې د دوامداره پرمختګ او د اسلامي ټولنو د ثبات بنسټیزه برخه ده.» هغه د دې لپاره د مؤثره سیاستونو جوړول اړین وبلل چې ښځې په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې فعاله برخه ولري، او د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپل «مستقیم تعهد» یې بیا تکرار کړ.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قوس په میاشت کې ویلي و چې د طالبانو د ښځو پر ضد سیاستونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو زیات زیان رسوي. همدارنګه، وروستي څېړنې ښايي چې د طالبانو لخوا د ښځو د زده‌کړې او کار د بندیزونو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته تر ۱.۴ میلیارد ډالرو زیات زیان رسېږي.

افغانستان د ۱۳۴۸ هجري لمریز کال راهیسې د اسلامي همکاریو سازمان د مؤسسانو له ډلې فعالیت کوي ؛خو سره له دې، د طالبانو استازی په دې غونډه کې ګډون نه درلود. د يادوني وړ ده  چې دغه سازمان د تیر کال د قوس په میاشت کې په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د طالبانو لخوا د انجونو د زده‌کړې مخنیوی د دې نړیوال سازمان د پرېکړو خلاف دی او ښځې د اوسني حاکمیت تر واک لاندې په ځانګړې توګه د خپلو بنسټیزو حقونو په برخه کې محرومې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x