د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ گل حسن، د طالبانو سفیر په مسکو کې، د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه په شانګهای سازمان کې وکړه.
د تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ ، د دلو په ۱۳ نیټه ، د گل حسن له قوله راپور ورکړ چې افغانستان اوس مهال د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې د ناظر غړي په توګه برخه اخلي، خو علاقهمند دی چې په دې سیمهییز سازمان کې فعاله ونډه ولوبوي.
هغه څرګنده کړي چې هیله لري د طالبانو استازی راتلونکو غونډو ته ور وبلل سي.
د طالبانو سفیر په مسکو کې ټینګار وکړ چې افغانستان د روسیې او چین د همکاریو په مرسته کولای سي د شانګهای همکارۍ سازمان بشپړ او فعال غړي وګرځي .
هغه همداراز په راتلونکو غونډو کې د افغانستان د ګډون غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، دغه ډله د شانګهای همکارۍ سازمان رسمي غونډو ته نه ده وربلل سوي.




