د کروندګرو د بدیل معیشت لپاره د افغانستان او ملګرو ملتونو همکاري

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین د ملګرو ملتونو د استازو سره په لیدنه کې د کوکنارو کرونکو بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو او د معتادینو د درملنې د مرکزونو د پراخولو لپاره د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کروندګرو د بدیل معیشت لپاره د افغانستان او ملګرو ملتونو همکاري

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین، عبدالرحمن منیر، په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د دفتر (یونودک) له مشر پالیک اوک سیري او د دې ادارې د جنوبي اسیا له سیمه‌ییز مشر الیور اسولپ سره لیدنه او خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په هغه خبرپاڼه کې چې تېره شپه (۱۲ د دلو) يې په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپره کړې، څرګنده کړه چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین، د کوکنارو کرونکو بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او د معتادینو د درملنې د مرکزونو پراخول د طالبانو له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼلي دي.

نوموړي ادعا کړې ده چې د امکاناتو د محدودیتونو سره سره، د نشه‌يي توکو د تولید او سوداګرۍ پر ضد مبارزه او همدارنګه د معتادینو درملنه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې تر لاسه سوې دي. منیر له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په دوو اساسي برخو کې اغېزمنه همکاري وکړي: لومړی، د کوکنارو کرونکو بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو برابرول، او دویم، په ټول هېواد کې د معتادینو د درملنې د خدمتونو پراخول او له هغوی ملاتړ.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو استازو په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې به په یادو دوو برخو کې له افغانستان سره اړینه همکاري ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کوکنارو (خشخاش) کر د تېرو لسیزو په بهیر کې د هېواد له مهمو اقتصادي او امنیتي ستونزو څخه ګڼل کېده، او پخوانیو حکومتونو هم د دې کر د بدیل په توګه د قانوني کروندو د رواجولو پروګرامونه درلودل، خو دا پروګرامونه له بشپړې بریا سره نه دي مل سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x