کابل او مشهد د کډوالۍ او سوداګرۍ د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

د ایران د خراسان رضوي والي او په مشهد کې د طالبانو جنرال قونسل په یوه لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا، د کډوالو د ستونزو د څېړنې او د سوداګریزو او اداري خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
کابل او مشهد د کډوالۍ او سوداګرۍ د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ نورمحمد متوکل، په مشهد کې د طالبانو جنرال قونسل، او غلام‌حسین مظفري، د ایران د خراسان رضوي والي، په مشهد ښار کې په یوه لیدنه کې د دواړو پوله‌یزو ولایتونو ترمنځ د همکاریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د هرات او خراسان رضوي د والیانو ترمنځ د سوو تفاهماتو د تعقیب او عملي کېدو، په دوه‌اړخیزو سوداګریزو تبادلو کې د توازن د رامنځته کولو اړتیا، د افغان کډوالو لپاره د ویزې د صادرولو د بهیر اسانتیا او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د ستونزو د حل موضوعات تر بحث لاندې ونیول سول.

په دې لیدنه کې دواړو لورو همدارنګه د همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګریزو او اداري خنډونو د لرې کولو او د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ، تر څو له دې لارې د پولې دواړو غاړو د خلکو اقتصادي او هوساینیز وضعیت ښه سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x