خلیلزاد د پاکستان د امنیتي تګلارې د بدلون غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، په پاکستان کې د بلوچستان ایالت د ناامنۍ د زیاتوالي په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې د اسلام‌اباد امنیتي تګلارې ناکامې سوې دي او بنسټیز بدلون ته اړتیا لري.
خلیلزاد د پاکستان د امنیتي تګلارې د بدلون غوښتنه وکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ زلمي خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کي په امنیتي سیاستونو نیوکه کړې ده.

هغه د دې سیمې د همغږو بریدونو د نوې څپې په غبرګون کې ویلي چې د اسلام‌اباد امنیتي چلند نه دی توانېدلی دوامداره ثبات او امنیت ټینګ کړي، او دا وضعیت د پاکستان د کورني امنیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د دې حالت دوام کولی سي د پاکستان د کورني امنیت او همدارنګه د سیمې د ثبات لپاره پراخې منفي پایلې ولري.

د هغه په وینا، بلوچستان له کلونو راهیسې له سیمه‌ییزو ناخوښیو او امنیتي ترینګلتیاوو سره مخ دی او اوس تر بل هر وخت زیات، د دې سیمې د کړکېچونو د سمبالولو لپاره یوې نوې او بنسټیزې تګلارې ته اړتیا احساسېږي.

هغه زیاته کړې چې دا موضوع یوازې په پاکستان پورې محدوده نه ده، بلکې د افغانستان لپاره هم ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه په بلوچستان کې ناارامۍ کولی سي د ګاونډیو هېوادونو پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړي.

خلیلزاد په پای کې خبرداری ورکړی چې د بلوچستان په اړه د پاکستان د چلند بدلون، د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي او د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره حیاتي او نه‌جلا کېدونکی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x