د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې اعلان وکړ چې افغانستان لا هم د بیړني حالت په هېوادونو کې دی او بیړني بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
تاجالدین اویولي، د یونیسف اجرائیوي رئیس په افغانستان کې، نن یکشنبه (۱۲ د دلو) په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې هم په هغو هېوادونو کې دی چې بیړني ملاتړ ورته اړین دی.
هغه زیاته کړه چې د دوامداره بودیجې برابرول به یونیسف ته مرسته وکړي ترڅو د ۱۲ میلیونو خلکو لپاره د روغتیایي خدماتو، د ۵.۵ میلیونو ماشومانو لپاره د بیړني ښوونې، او د شاوخوا ۱۰ میلیونو ماشومانو د ناروغیو په وړاندې د ساتنې ډاډ ترلاسه کړي.
یونیسف وايي چې د دغو ملاتړونو دوام د افغانستان د ماشومانو او کورنیو د زیان منلو د کمولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
د یادوني وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته، افغانستان د اقتصادي، ټولنیزو او بشردوستانه برخو له جدي ستونزو سره مخ دی او د ماشومانو وضعیت په ځانګړې توګه اندېښمنونکی بلل سوي دي.



