لیکوال: م. کهریزنوی
د طالبانو نوی جزايي اصولنامه چې تازه د هبتالله آخندزاده لخوا لاسلیک سوې، نه یوازې د داخلي او نړيوالو اندیښنو څپې راپارولې، بلکې د دې ډلې د حکومتدارۍ د ماهیت او د دوی د اسلامي تفسیر په اړه بنسټیزې پوښتنې راولاړې کړې دي. دغه سند چې پکښې د اتباعو جلا کول په “بنده” او “آزاد”، د مذهبي تبعیض سیسټماتیک پر غیر حنفيانو (په ځانګړي ډول شیعیانو) او د منځنیو پیړیو مفاهیمو بیا راژوندي کول شامل دي، د پاکستان د دیني مؤسساتو، د افغانستان سیاسي او دیني څېرو او نړيوالو څارونکو لخوا په کلکه غندل سوی دی.
د طالبانو د جزايي اصولنامه تصویب په لس فصلونو او ۱۱۹ مادو کې، نه د اصلاح ګام، بلکې یو خطرناک شاتګ دی. لکه څنګه چې اسف دراني، پخواني پاکستانی ډیپلمات په سمه توګه اشاره کړې، دغه سند د “يوي ابتدایی ټولنې انعکاس” دی. خو اصلي پوښتنه دا ده: آیا د افغانستان ټولنه چې د استعماري ځواک او بنیادګرانه یۍ فشارونو په وړاندې د مقاومت یو اوږد تاریخ لري، د داسې غیر انساني قوانینو وړ ده؟
د پاکستان د علماوو شورا – یوه اداره چې نسي ویلای د اسلام دښمنه ده – په صراحت سره ویلي چې دغه اصولنامه “د اسلامي تعلیماتو سره همغږی نه لري او د قرآن او پیغمبر اسلام(ص) د سنت خلاف دی”. اسلام د عدالت، رحمت او برابري دین دی. پیغمبر اسلام(ص) په حج الوداع کې وویل: “ تاسې ټول د آدم یاست او آدم د خاورې دی؛ هېڅ عربي د عجم پر وړاندې او هېڅ سپین پر تور برتری نه لري مگر په تقوا.” څنګه کولای سو دغه نړیوال پیغام د انسانانو د “بنده” او “آزاد” په ویش سره سمون ورکړو؟
عبدالرب رسول سیاف، د افغانستان یو له جهادي څېرو څخه؛ ټینګار کړی چې “اسلامي عدالت د ټولو انسانانو د برابرۍ پر بنسټ ولاړ دی”، دغه سند د حقیقي اسلامي تعلیماتو سره په څرګند تضاد کې دی. آیا طالبان هېر کړي چې امام علي(ع) وویل: “خلک دوه ډوله دي: یا ستا ديني ورور دي یا ستا په جوړښت کې ورته دي.”
دغه سند په ظاهره یوازې د حنفي مذهب پیروان مسلمان ګڼي او نور مذاهب د “بدعتګرو” په توګه معرفي کوي. په داسې حال کې چې د افغانستان شیعیان:
د اسلامي تمدن بې بدیله برخه: له علامه آخند خراساني او محمد اسماعیل بلخي نیولې تر هغو معاصرو عالمانو چې په ایران، عراق او لبنان کې روزل سوي دي، شیعیان تل د اسلامي پوهې او فرهنګ حاملان دي.
په ملي یووالي کې کلیدي رول: د معاصر تاریخ په اوږدو کې، شیعیان په ټولو جبهو کې د هېواد د بشپړتیا دفاع کړې. له شوروي اشغال څخه نیولې تر د تکفیري ډلو سره مبارزې، شیعیان تل وفاداري یې د افغانستان په لومړیتوب کې ساتلې ده.
د اقتصادي پرمختګ مخکښان: د شیعه ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي په تاریخ سره، په اقتصادي، تعلیمي او کلتوري برخو کې څرګند پرمختګ کړی دی. سوداګري، لوړې زده کړې او مدني ګډون د دوی ځانګړتیاوې دي.
د انسان دوستۍ او یووالي نښه: حتی په تیاره دورو کې، د افغانستان شیعیان د انسان دوستۍ او د نورو سره د مرستې ارزښت ته ژمن پاتې سوي دي. ښوونځي جوړول، تعلیمي مرکزونه، علمي ځایونه او خیریه فعالیتونه د دوی د دې روحیې څرګند مثالونه دي.
د شیعه کارمندانو د لیست راټولول د “ممکنه اخراج” لپاره نه یوازې د بشري حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې د هېواد بشري منابعو ته خیانت دی، په داسې شرایطو کې چې افغانستان خپلو ټولو وړتیاوو ته اړتیا لري.
د ملي مقاومت جبهې استازي په سمه توګه اشاره کړې چې طالبان “افغانستان د سیمهییز او نړیوال تروریزم مرکز جوړ کړی”. خو پوښتنه داده: چا زمینه د طالبانو د بیا ځواکمنیدو لپاره برابر کړې ده؟
متحده ایالات چې تل ځان د بشري حقونو مدافع ګڼي:
د بېپلانې اشغال او بې ستراتیژۍ د وتلو سره، د افغانستان په هرج و مرج کې برخه اخیستې.
د دوحې مذاکراتو سره د ښځو او اقلیتونو د حقونو د تضمین پرته، د طالبانو د بیرته راتګ لاره اسانه کړې.
په بېړه وتل او افغانستان په “دوو لاسونو” طالبانو ته سپارل، د افغانانو د اوسني کړاوه په وړاندې مستقیم اخلاقي مسؤلیت لري.
د سیمې د بنیادپال ډلو ملاتړ تاریخ د جیوپالیتیکي اهدافو لپاره، له ۸۰مو کلونو افغانستان څخه نیولې تر وروستي کلونو سوریې پورې، ښيي چې د واشنګټن د بشري حقونو ادعاوې یوازې د خپلو ګټو لپاره وسیله ده، او امریکا د اسراییل په مرسته تل په منځني ختیځ کې د جګړی او وینې تویولو سبب ګرځیدلي ده .
د هېواد د راتلونکې لپاره، او حتی د طالبانو د خیر لپاره باید خبرداری ورکړل سي:
۱. تاریخ به قضاوت وکړي: هغه حکومتونه چې پر تبعیض او سرکوب جوړ سوي، پایدار پاتې سوي نه دي. له افریقای جنوبي د آپارتاید رژیم تر عراق او سوریې داعش پورې، ټول ښودلي چې د دین متحجرانه تفسیر ناکامېدو ته محکوم دی.
۲. اسلام د رحمت دین دی: وچ او بې روح شریعت تفسیر چې د اسلامي لوړو اهدافو (د دین، نفس، عقل، نسل او مال ساتنه) پرته وي، نه یوازې د اسلام خدمت نه کوي، بلکې دا دین د بدنامۍ سره مخ کوي.
۳. ملي یووالی یوازینۍ لار ده: افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو کور دی. بریالی حکومت د ټولو اتباعو ګډون ته اړتیا لري. د شیعیانو، هزاره ګانو، تاجیکانو، ازبیکانو او نورو ډلو سره تبعیض یوازې د حکومتدارۍ د کمزورتیا سبب ګرځي.
۴. نړۍ بدلېږي: د ۲۱ مې پېړۍ نړۍ د اړیکو او پوهاوي نړۍ ده. نه سي کېدای د لوړ دېوالونو سره خلک د معلوماتو او اساسي حقونو څخه محروم وساتل سي.
د طالبانو جزايي اصولنامه نه یوازې یو حقوقي سند دی، بلکي د افغانستان د اوسني واکمن ذهنیت هنداره ده. دغه سند ښيي چې طالبان د مدرني ټولنې پېچلتیاوې او د عدالت پر بنسټ حکومتداري د اړتیا په درک کې پاتې راغلي دي.
خو افغانستان یوازې جغرافیه نه ده؛ افغانستان د مقاومت روح دی چې په تاریخ کې ثابت سوي چې کولای سي د تیاره دورو څخه تیر سي. د هېواد ښځې او نجونې چې د محدودیتونو سره سره په کورونو کې د نجونو زده کړو ته دوام ورکوي، ځوانان چې په مجازي نړۍ کې نړۍ ته کړکۍ پرانیزي، روشنفکران چې په تبعید کې د خلکو غږ پورته کوي، او حتی هغه کسان چې د طالبانو په دننه جوړښت کې د دې کړنو نقد کوي، ټول ښيي چې د پوهاوي څراغ نسي مړ کېدای.
طالبانو ته باید وویل سي: تاسو د تاریخ او خدای په وړاندې مسؤل یاست. آیا غواړئ چې په یادونو کې د هغو کسانو په توګه پاتې سي چې د ۲۱ مې پېړۍ وروستۍ د بندهګۍ نښې بیا راوژوندې کړې؟ که نه، تاسو فرصت لرئ چې د ریښتیني اسلام – هغه اسلام چې د انساني کرامت احترام کوي – ته بیرته ورسئ او نوم نیک پریږدئ.
نړیوالې ټولنې ته باید وویل سي: ریاکاري پرېږدئ. که واقعاً د افغانستان خلکو ته اندېښمن یاست، اغېزمن فشار د بشري حقونو د ښه کولو لپاره له داخلي معتدل ځواکونو سره یوځای کړئ.
او د هېواد د خلکو ته باید وویل سي: تاریخ به تاسو هېره نکړي. ستاسو سولهییز مقاومت د انساني کرامت د ساتلو لپاره، د راتلونکو نسلونو لپاره به الهامبخشونکی وي. لکه څنګه چې امام علي(ع) وویل: “هغه څوک چې حق ووايي، د دښمن د تیرونو هدف کیږي.” خو دغه تیرونه هېڅکله د تل پاتې حقیقت له منځه وړلو توان نلري.
افغانستان نن د تیاره فکر او روښانتیا په تقاطع کې ولاړ دی. د لارې ټاکنه نه یوازې د یوه ملت راتلونکی ټاکي، بلکې د بشریت وجدان لپاره ازموینه ده.




