د رسنیو چوپتیا، د افغانستان د راتلونکي چوپتیا ده

په ټولو نوو سیاسي نظامونو او ان په رښتینو فکري او دیني دودونو کې، رسنۍ د واکمنۍ دښمن نه، بلکې د هغې رښتينې هنداره ده. خپلواکې رسنۍ تېروتنې روښانه کوي څو سمون رامنځته سي، ناسمې چارې بربنډوي څو د نظام باور او رواوالی خوندي پاته سي، او د ولس غږ لېږدوي څو د واکمن او ولس تر منځ درز په کړکېچ بدل نه سي.
د رسنیو چوپتیا، د افغانستان د راتلونکي چوپتیا ده

په ټولو نوو سیاسي نظامونو او ان په رښتینو فکري او دیني دودونو کې، رسنۍ د واکمنۍ دښمن نه، بلکې د هغې رښتينې هنداره ده. خپلواکې رسنۍ تېروتنې روښانه کوي څو سمون رامنځته سي، ناسمې چارې بربنډوي څو د نظام باور او رواوالی خوندي پاته سي، او د ولس غږ لېږدوي څو د واکمن او ولس تر منځ درز په کړکېچ بدل نه سي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز نوی راپور یوازې د شمېرو او پېښو روایت نه دی، بلکې یو خبرداری ورکوونکی سند دی چې د یوې سالمې ټولنې له مهمو بنسټونو څخه ـ یعنې د بیان او رسنیو د آزادۍ ـ د نړېدو څرګندونه کوي. هغه څه چې نن ورځ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې روان دي، یوازې د خبریالانو ځپل نه دي، بلکې د ګډ ولسي پوهاوي چوپتیا، د ولسي څار له منځه وړل او د ټولنې د بې غږه او بې واکه کولو منظمه هڅه ده. دا حالت نه یوازې د ولسواکۍ له ارزښتونو سره ټکر لري، بلکې د اسلامي اخلاقو، سیاسي پوهې او د واکمنۍ د سمبالښت د مصلحتونو سره هم ښکاره په ټکر کې راځي.

په ټولو نوو سیاسي نظامونو او ان په رښتینو فکري او دیني دودونو کې، رسنۍ د واکمنۍ دښمن نه، بلکې د هغې رښتینې هنداره ده. خپلواکې رسنۍ تېروتنې روښانه کوي څو سمون رامنځته سي، ناسمې چارې بربنډوي څو د نظام باور او رواوالی خوندي پاته سي، او د ولس غږ لېږدوي څو د واکمن او ولس تر منځ درز په کړکېچ بدل نه سي.

خو طالبان رسنۍ د اصلاح د وسیلې په توګه نه، بلکې د یو امنیتي ګواښ په توګه ویني. دا لید له وېرې څخه سرچینه اخلي: د پوښتنې وېره، د ځواب ورکولو وېره، او د رښتیا د اورېدو وېره. هغه واکمني چې له لیک او انځور وېرېږي، وړاندې له وړاندې مني چې د قناعت ځواک نه لري، او یوازې د زور پر مټ ولاړه ده.

د طالبانو د واکمنۍ د انګېرنې پر خلاف، د رسنیو خپلواکي تر هر څه وړاندې د واکمنۍ خپله ګټه ده، نه یوازې د ولس ګټه. خپلواکې رسنۍ: د واکمنۍ ژورې تېروتنې د امنیتي کړکېچ تر راټوکېدو وړاندې څرګندوي؛
 د ناخوښۍ لړۍ له تاوتریخوالي خبرو اترو ته اړوي؛
 ټولنیز باور پیاوړی کوي او د واکمنۍ رواوالی لوړوي؛
 د اوازو، او د ناڅاپي ولسي غبرګون د راټوکېدو مخه نیسي.
خو د رسنیو ځپل د دې هر څه سرچپه پایله لري: حکومت د خیالونو په غلاف کې بندوي، د ټولنې واقعیتونه پټوي او د ناڅاپي او نه‌ وړاندوينه کېدونکو چاودنو زمینه برابروي.

په یو کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۰۵ پېښو ثبت، هغه هم په داسې حال کې چې ګڼې رسنۍ تړل سوې دي، دا په ډاګه کوي چې طالبان د «رسنیو د سمبالښت» په هڅه کې نه، بلکې د وېروونې منظمه تګلاره پلې کوي. نیول، ګواښل، د خبرو جبري منل او د خبریالانو بندي کول، د انساني کرامت د تر پښو لاندې کولو ښکاره بېلګې دي، هغه کرامت چې په اسلامي ښوونو کې لوړ ځای لري.

په هېڅ منلې دیني تفسیر کې، د انسان سپکول، د خبرو جبري منل او د مخالف غږ چوپتیا نه یوازې روا نه دي، بلکې د ښکاره تېري او بې عدالتۍ نښې بلل کېږي.

د رسنیزو ناستو او غونډو څخه د ښځینه خبریالانو لرې کول یوازې د جنسیتي توپیر تګلاره نه ده، بلکې د ټولنې د نیم غږ د چوپتیا هڅه ده. هغه ټولنه چې د ښځو غږ ونه لري، خپل ځان نیمګړی، ناسم او ناروغ انځوروي.

طالبان د ښځو د غږ په چوپتیا سره نه یوازې د هغوی انساني حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې ټولنه د ستر فکري، اخلاقي او ټولنیز ځواک څخه هم بې برخې کوي. دا تګلاره نه دیني ده، نه د پوهاوي پر بنسټ ده، او نه د ټولنیز ټینګښت لپاره ګټوره ده.

په ۲۳ ولایتونو کې د ژوندیو ساکښو د انځور د خپرولو د بندیز پراخېدل او د ګڼو تلویزیوني شبکو تړل، د دین د سختې، ولاړې او تاریخي ضد انګېرنې د راژوندي کېدو نښې دي. هغه دین چې د زماني، ځای او انساني پوهاوي سره خبرې اترې ونه کړي، د ځپلو په وسیله بدلېږي؛ او هغه واکمني چې دین داسې وکاروي، د باور ساتونکې نه، بلکې د باور نړونکې بلل کېږي.

تاریخ روښانه ثبوت وړاندې کړي دی: هېڅ واکمني د غږونو په چوپتیا نه ده ټینګه سوې، هېڅ ځواک د رښتیا په بندي کولو نه دی منل سوی، او هېڅ نظام د سانسور په مټ رښتینی امنیت نه دی رامنځته کړی.

طالبان نن په خپلو لاسونو هغه څانګه پرې کوي چې خپله پرې ولاړ دي. هغه ټولنه چې خبرې نه سي کولای، یوه ورځ به فریاد پورته کوي، او فریاد د خبرو اترو تر لړۍ ډېره درنه بیه لري.

که طالبان رښتیا هم د ټولنیز ټینګښت، دیني ارزښتونو او د افغانستان د راتلونکي غم لري، نو لومړی ګام باید د رسنیو سره جوړجاړی، د نیوکې منل او د ټولنیز ګډ پوهاوي درناوی وي. د وینا خپلواکي ګواښ نه دی، بلکې د سمون فرصت دی، مخکې له دې چې هر څه ونړېږي.

افغانستان له هر څه نه زیات نن د پوهاوي رڼا ته اړتیا لري، نه د وېرې تیارو ته. که رسنۍ خپلواکې سي، نو همدا به هغه څراغ وي چې د نړېدو له کندې د ژغورنې لاره روښانه کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x