د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله روحاني ته وویل، چې یو شمېر کسان له تاریخي سیمو او د جرګذرغونډۍ څخه د خپل شخصي ملکیت په توګه استفاده کوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت ده.
په همدې حال کې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر نعمت الله صافي باختر آژانس ته وویل، چې جرګذر یوه تاریخي غونډۍ ده، چې څه باندې ۲۰۰ کاله لرغونتوب لري.