د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د دغه څانګې د پرانیستلو پرمهال وویل، چې له دې مخکې د نسايي ولادي څانګه معیاري نه وه او د دې اړتیا لیدل کېده، چې بدلون په کې رامنځته شي.
بهسودوال زیاته کړه، چې په یادو رغنیزو چارو کې دوه د عملیاتو خونې، یوه تعقیم خونه، درې (ICU) خونې، یوه ریکوري خونه، یوه د نویو زېږېدلو کوچنیانو د ساتنې خونه او ځینې نورې برخې شاملې دي.