لیکوال: م. کهریزنوی
د ډسمبر ۲۰مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۶۰/۲۰۹ پرېکړهلیک پر بنسټ، د فقر پر وړاندې د مبارزې او د انساني پرمختګ د تحقق لپاره د نړیوال پیوستون د پیاوړتیا په موخه نومول سوې ده. دغه پرېکړهلیک پیوستون د «یوویشتمې پېړۍ په نړیوالو اړیکو کې له بنسټیزو ارزښتونو څخه» ګڼي؛ هغه ارزښت چې باید نړیوال لګښتونه، مسوولیتونه او ګټې په عادلانه توګه ووېشي.
د ملګرو ملتونو په بنسټیزو اسنادو کې، په ځانګړي ډول د زریزې د پرمختیا په اعلامیه کې، پیوستون یوازې یو اخلاقي سپارښتنه نه، بلکې یو سیاسي–حقوقي تعهد بلل سوی دی. خو اساسي پوښتنه دا ده: ایا ځواکمن دولتونه او نړیوال بنسټونه دې تعهد ته وفادار پاتې سوي دي؟
د معاصرې نړۍ واقعیتونه ښيي چې بشري پیوستون او یووالی په عمل کې ډېر سیاسي، انتخابي او د قدرت د ګټو تابع سوی دی.
په یمن کې، میلیونونه انسانان د جګړې، محاصرې او سیستماتیکې لوږې قربانیان دي؛ هغه فاجعه چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې د نړۍ له تر ټولو ستر انساني بحرانونو څخه ده، خو د نړیوالې ټولنې غبرګون تر ډېره محدود، محافظهکارانه او بېاغېزې پاتې سوی دی.
په غزه کې، د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پراخه وژنه، د حیاتي زېربناوو ویجاړول او د خوړو او درملو نهرسېدل، په ښکاره ډول د نړیوالو بشردوستانه حقوقو او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د درېیمې مادې (د ژوند او امنیت حق) سره په ټکر کې دي. سره له دې، د امریکا په څېر د ځینو ځواکمنو دولتونو سیاسي او پوځي ملاتړ د پیوستون مفهوم په رشخند بدل کړی دی.
په هغو کلونو کې چې داعش په عراق او سوریه کې له ماشومانو د سر پرې کولو تر د ښځو څخه د غلامانو جوړولو پورې وحشیانه جنایتونه ترسره کړل، خپلواکو راپورونو او څېړنو وار وار د ځینو سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو (اسرائیل، امریکا، سعودي عربستان، قطر او ترکیه) د مالي، تسلیحاتي یا اسانتیا برابرونکي ملاتړ یادونه کړې ده؛ که څه هم دغو دولتونو ډېری وخت مستقیم مسوولیت رد کړی دی. همدا ابهام او د حسابورکولو نشتوالی پخپله د نړیوال نظم د اخلاقي بحران نښه ده.
د بشري حقونو له نظره، د امریکا متحده ایالات، اسرائیل، بریتانیا، فرانسه، جرمني او د سیمې ځینې دولتونه لکه سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات او ترکیه، په ګڼو مواردو کې یا د مستقیمو کړنو له لارې او یا د غیرمستقیم سیاسي او پوځي ملاتړ له لارې، د جګړو او د انسانانو د کړاوونو په دوام کې شریک پاتې سوي دي. دا کړنې د ملګرو ملتونو د منشور، د جنیوا کنوانسیونونو او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له بنسټیزو اصولو سره ناسازګارې دي.
د اسلام له نظره هم دا ډول چلندونه په کلکه غندل سوي دي. د اسلام پیغمبر ﷺ فرمایلي دي: «مسلمان د مسلمان ورور دی؛ نه پرې ظلم کوي او نه یې یوازې پرېږدي.»
پر همدې بنسټ، هر ډول ګډون په ظلم، د ملکي وګړو په وژنه او د ملتونو په لوږه کې، که د بشري حقونو د مدعیانو لهخوا وي او که د اسلام د مدعیانو لهخوا، له اخلاقي او ديني پلوه هېڅ مشروعیت نه لري.
په افغانستان کې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ماشومان او ښځې د پراخ فقر، د زدهکړو له محرومیت او سختو ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي. دا وضعیت د بهرني اشغال، ناکامو نړیوالو سیاستونو، کورني فساد او د لوېدیځو قدرتونو له وتلو وروسته د پرېښودل کېدو د یوې پېچلې کړۍ پایله ده.
امریکا او د هغې متحدین، چې شل کاله یې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو تر شعار لاندې په افغانستان کې حضور درلود، نن د اوسني وضعیت په وړاندې دروند اخلاقي مسوولیت لري. بشري پیوستون دا ایجابوي چې د افغانستان خلک د جیوپولیټیکو لوبو قرباني نه سي او د هغوی بنسټیز حقونه، په ځانګړي ډول د زدهکړې او د باعزته ژوند حق، د سیاست یرغمل نه سي.
او د افغانستان د روان بحران له نورو لاملونو څخه یو دا دی؛ لکه څنګه چې راپورونه او د میدان واقعیتونه ښيي، د پیوستون، زغم او متقابل منلو نشتوالی د هېواد د وروسته پاتې کېدو، د تاوتریخوالي او فقر د دوام له اصلي رېښو څخه دی. دا تجربه یو نړیوال خبرداری دی: هېڅ ټولنه د ریښتیني پیوستون پرته دوامدارې سولې او پرمختګ ته نه رسېږي.
Zarlasht:
که د بشري پیوستون نړیواله ورځ یوازې د پیغامونو خپرولو او سمبولیکو مراسمو ته محدوده پاتې سي، نو له تشریفاتي مناسبت څخه به زیات ارزښت ونه لري. ریښتینی پیوستون اخلاقي زړورتیا، سیاسي حسابورکونه او عملي عدالت غواړي.
نن نړۍ تر بل هر وخت زیات پیوستون ته اړتیا لري؛ نه انتخابي او سیاسي پیوستون، بلکې انساني، نړیوال او مسوولانه پیوستون. د شتمن او بېوزلي ترمنځ د واټن کمول، د بشري حقونو د سرغړوونکو معافیت ته د پای ټکی اېښودل، او د جګړو او فقر د قربانیانو ریښتینی ملاتړ—له غزې او یمنه تر کابل او دمشق پورې—یوازې هغه وخت ممکن دی چې دولتونه او نړیوال بنسټونه پیوستون له شعار څخه عملي تعهد ته واړوي.
کنه، د بشري پیوستون نړیواله ورځ به د انسانیت د جشن پر ځای، د نړیوال نظم د اخلاقي ماتې یادونه وي.




